Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

پکتیا کې له  ۱۰۰ اړمنو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه 

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/03/01

د بشري مرستو د ویش پر دوام پکتیا کې ولایت  کې د دوشنبې پر ورځ د « ۱۴۰۰ کال د کب پر ۹ مه» د لېوال خیریه بنسټ له لوري ۱۰۰ اړمنو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه.

د یاد بنسټ مسوولین وايي، دغه کورنۍ چې مرستې ورسره شوې، د بېلابېلو ولسوالیو دي.

دوی وايي،په نږدې ورځو کې به پر یو شمیر نورو اړمنو کورنیو هم  ورته مرسته وویشل شي.

د لیوال خیریه بنسټ مشر طلاخان لېوال وايي:«تاسو ولیدل،چې دلته موږ د ۱۰۰  اړمنوکورنیو غړي  دلته را وغوښتل. پر کونډو یتیمانو  خوراکي توکي وویشل شول،چا چې مرسته رالیږلې،مننه ترې کوو.»

د دغو اړمنو کورنیو غړي چې ډېری یې بې سرپرسته دي وایي،تر دې وړاندې ورسره هیڅ ډول مرسته نه ده شوې او مسولې ادارې او مرستندویه بنسټونه دې ورسره مرسته وکړي.

د پکتیا یوه اوسېدونکې وايي:« تر اوسه پورې مو مرسته نه ده لیدلې،دا مو لومړی ځل دی. د هیڅ شي درک مو نه لګیږي. دا ژمی مو همداسې تیر کړ، اوس دلته راغلي یو،که څو مرسته راسره وکړي.» 

د پکتیا یو بل اوسېدونکی بیا وايي:« موږ ډېر بې وزله یو. د هیڅ درک مو نه لګیږي. له دغو مرستو مننه کوو.باید نورې مرستې هم راسره وشي.»

د پکتیا یو شمیر اوسیدونکي له اسلامي امارته،سوداګرو او مرستندویه بنسټونو غواړي،چې دغه ولایت کې له اړمنو کورنیو سره د خوراکي توکو مرستې وکړي.

د پکتیا  یو تن  اوسېدونکی وايي:« له مسوولینو ، مسافرو او مرستندویه بنسټونو غواړو،چې پکتیا کې له بې وزله کورنیو سره مرسته وکړي.»

د پکتیا یو بل اوسېدونکی وايي:« زموږ غوښتنه دا ده،چې پکتیا کې بې وزله کورنۍ دې نه هیروي او خپلې مرستې دې ورته را واستوي.»

د دغو اړمنو کورنیو لپاره بهرنیو هېوادونو کې میشتو افغانانو پیسې راټولې کړي او د بنسټ له لوري یې پر بې وزله کورنیو خوراکي توکي وویشل.

ShareTweetShareSendSend

Related News

ننګرهار کې د هغو مېوو باغونه په ډېرېدو دي چې له بهر څخه واردېږي
افغانستان

ننګرهار کې د هغو مېوو باغونه په ډېرېدو دي چې له بهر څخه واردېږي

مارچ 26, 2026
دهقان
افغانستان

وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

مارچ 26, 2026
حکومت د روږدو کسانو پر درملیز مرکز د برید په تړاو د نړیوالو پلټنو غوښتنه کړې
افغانستان

د ملګرو ملتونو کارپوهان: پر افغانستان د پاکستان بریدونه غیرقانوني دي

مارچ 26, 2026
پښتین: تیرا کې روان پوځي عملیات د پښتنو ځورولو او لوټلو لپاره پلان شوي
افغانستان

پښتین: ملګري ملتونه دې پر پښتنو د پاکستاني پوځ د ظلم مخنیوی وکړي

مارچ 26, 2026
جېمز کونل: ګوانتانامو کې د بندي افغان محمد رحیم د خوشي کولو هڅه کوم
افغانستان

جېمز کونل: ګوانتانامو کې د بندي افغان محمد رحیم د خوشي کولو هڅه کوم

مارچ 26, 2026
له بنده د یوه امریکايي وګړي ازادولو، د کابل – واشنګټن اړیکو ښه کېدو تمه زیاته کړې
افغانستان

له بنده د یوه امریکايي وګړي ازادولو، د کابل – واشنګټن اړیکو ښه کېدو تمه زیاته کړې

مارچ 26, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist