Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

شنونکي: بهر ته د خلکو مخنیوي په اړه د اسلامي امارت وروستۍ پرېکړه غوره ګام دی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/03/01

د سیاسي چارو یو شمېر  شنونکي وايي، د امریکا غلطې پالیسۍ په زرګونو افغانان بې برخلیکه کړي او د مخنیوي لپاره یې د اسلامي امارت وروستی تصمیم له ملي منافعو ساتنه ده.

اسلامي  امارت له افغانستانه د تخلیې پروسه له  دې امله بنده کړه،چې ګنې تر  هغې چې بهرنیو هېوادونو کې د وتلو افغانانو حالت ښه شوی  نه وي، دوی نورو کسانو ته د وتلو اجازه نه ورکوي.

د سیاسي چارو شنونکي وايي،د نړیوالو قوانینو له مخې حکومتونه د دې صلاحیت لري،چې د ملي ګټو او خپلو وګړو ساتنې پر اساس خپل اتباع بهر ته له تللو منع کړي .

کارپوهان وايي،هغه  کمپونه چې د امریکا او متحدینو له لوري یې د افغانانو لپاره په اسیايي هېوادونو کې جوړ شوي،لاهم په کې په زرګونه افغانان بې سرنوشته ساتل کیږي.

د دوی په باور په دې تړاو  د اسلامي  امارت وروستی دریځ د دوحې او ابوظبي په کمپونو کې د پرتو افغانانو د ستونزو د حل لپاره غټ  ګام دی او پر امریکا او متحدینو یې فشار راوړي،چې په کمپونو کې د مېشتو افغانانو ستونزې ورحل کړي. 

د سیاسي چارو شنونکی عزیز معارج وايي:« بهر ته د اېستل شویو افغانانو په تړاو د طالبانو دا دریځ چې پر بهرنیانو باندې فشار راوړي، که د هغوی ستونزو ته رسېدنه ونه کړي، دوی نور افغانان نه پریږدي چې له افغانستانه ووځي. دا یو ښه اقدام دی او ښه غږ دی،ترهغې چې نړیوال بهر ته اېستل شویو افغانانو ستونزو ته رسېدنه وکړي،ځکه په ډېره پیمانه باندې افغانان راوستل شوي دي، نه مشخص ځای ورته شته دی او نه منظم تدابیر ورته.» 

شنونکي وايي، دا چې په زرګونه افغانان له هېواده بهر بې برخلیکه دي او د تیرو شپږ میاشتو راهیسې امریکا او اروپا ته د تګ په تمه په کمپونو کې شپې تیروي، یو  لامل یې د امریکا غلطۍ پالیسۍ  دي او په دې تړاو داسلامي امارت دغه پریکړه چې له دې وروسته له عذر پرته هیڅ کورنۍ ته اجازه نه ورکوي،چې له هېواده بهر ووځي  د ملي ګټو او د خپلو خلکو حقونو ساتنې په رڼا کې تصمیم د.

د سیاسي چارو شنونکی مختار هاتف وايي:«  ګورئ! ډېر افغانان په بېلابېلو هېوادونو کې بند پاتې دي او دا هم  د امریکا متحده ایالاتو د غلطې پالیسۍ نتیجه وه. امارت اسلامي چې اوس کوم تصمیم  د افغانستان  اتباعو په هکله نیولی دی دا یې د ملي منافعو په رڼا کې کې نیولی دی .» 

 د د مالومالو له مخې، د متحده عربي اماراتو کې د ابوظبي پنډغالي کې شااو خوا ۱۲ زره افغانان اروپا او امریکا ته د تګ په تمه ساتل کیږي او د نامالومو دلایلو له مخې له تیرو شپږو میاشتو راهیسې متحده ایالتونو او اروپا ته نه لیږدول کیږي.

دوی دوه اوونۍ وړاندې پراخ لاریونونه هم پيل کړل او له امریکا او ملګرو ملتونو یې غوښتنه وکړه،چې برخلیک یې مالوم کړي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

ننګرهار کې د هغو مېوو باغونه په ډېرېدو دي چې له بهر څخه واردېږي
افغانستان

ننګرهار کې د هغو مېوو باغونه په ډېرېدو دي چې له بهر څخه واردېږي

مارچ 26, 2026
دهقان
افغانستان

وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

مارچ 26, 2026
حکومت د روږدو کسانو پر درملیز مرکز د برید په تړاو د نړیوالو پلټنو غوښتنه کړې
افغانستان

د ملګرو ملتونو کارپوهان: پر افغانستان د پاکستان بریدونه غیرقانوني دي

مارچ 26, 2026
پښتین: تیرا کې روان پوځي عملیات د پښتنو ځورولو او لوټلو لپاره پلان شوي
افغانستان

پښتین: ملګري ملتونه دې پر پښتنو د پاکستاني پوځ د ظلم مخنیوی وکړي

مارچ 26, 2026
جېمز کونل: ګوانتانامو کې د بندي افغان محمد رحیم د خوشي کولو هڅه کوم
افغانستان

جېمز کونل: ګوانتانامو کې د بندي افغان محمد رحیم د خوشي کولو هڅه کوم

مارچ 26, 2026
له بنده د یوه امریکايي وګړي ازادولو، د کابل – واشنګټن اړیکو ښه کېدو تمه زیاته کړې
افغانستان

له بنده د یوه امریکايي وګړي ازادولو، د کابل – واشنګټن اړیکو ښه کېدو تمه زیاته کړې

مارچ 26, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist