Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

د افغانستان او ترکيې د ډيپلوماتیکو اړيکو ۱۰۱ کاله پوره شول

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/03/01

په کابل کې د ترکیې سفیر او د کابل ښاروالۍ په ګډه نن د « ۱۴۰۰ کال د کب پر ۱۰ مه» د دواړو هېوادونو د ډیپلوماتیکو اړېکو د ۱۰۱ کالونو پوره کېدو په مناست پغمان ولسوالۍ کې د افغان – ترک دوستۍ پارک کې نیالګي کېنول. 

په کابل کې د ترکیې سفیر جیهاد ارګینای وویل، له  افغانستان سره يې د ډيپلوماتیکو اړیکو يوه پېړۍ شوې او ټینګار یې وکړ،چې د ښو اړیکو او همکاریو دا لړۍ غځول غواړي،تر څو له افغانانو سره په اقتصادي، ښوونيز او نورو برخو کې خپلې همکارۍ پراخې کړي.

ارګینای وايي:« ترکیه له افغانستان سره تاريخي اړيکې لري،چې دا ورځ يې يوه نښه او سمبول دی. د دواړوهېوادونو د دوستۍ د ۱۰۱ يویمې کليزې په مناسبت چې هر کال کوم فعالیتونه تر سره کوو،نن هم دلته راغلو،چې دې ځنګل کې بوټي  کېنوو. تر څو د افغانستان په بيارغونه کې برخه واخلو.» 

د ترکیې سفیر ژمنه وکړه،چې د هغو پراختیايي پروژو په تطبيق کې به مرسته او همکاري وکړي،چې له وروستي تحول وروسته یې چارې درېدلې دي. 

 هغه زیاته کړه:« له  کابل ښاروالۍ سره به زموږ اړيکې دوام ولري. موږ په پام کې لرو،چې له دوی سره کينو او په هغو انکشافي پروژو خبرې وکړو،چې تطبيق شوي نه دي او کارونه يې نیمګړي پاتې دي.» 

د کابل ښاروال  عبدالرشید بلوچ بیا د ښاروالۍ ځينو برخو کې د یو لړ ستونزو یادونه وکړه او ډاډ یې وښود، چې انقره ژمنه ده،چې د کابل له  ښاروالۍ سره د شته ستونزو په حل کې همکاري او مرسته وکړي.

بلوچ  زیاتوي:« موږ له سفير سره خبره وکړه. دوی په هر بخش کې د همکارۍ خبره وکړه. دوی وویل حاضر  دی،چې په هره برخه کې همکاري وکړي.» 

د افغانستان او ترکيې  د ۱۰۱ یمې کلیزې مراسمو کې د ترکیې سفیر وویل،افغانستان ته یې په تیرو څو میاشتوکې ۱۷۵۰ ټنه خوراکي او غیر خوراکي توکو بشري مرسته رارسولې او له دې وروسته هم هڅه کوي،ترڅو اړمنو افغانانو سره مرستې وکړي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

ننګرهار کې د هغو مېوو باغونه په ډېرېدو دي چې له بهر څخه واردېږي
افغانستان

ننګرهار کې د هغو مېوو باغونه په ډېرېدو دي چې له بهر څخه واردېږي

مارچ 26, 2026
دهقان
افغانستان

وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

مارچ 26, 2026
حکومت د روږدو کسانو پر درملیز مرکز د برید په تړاو د نړیوالو پلټنو غوښتنه کړې
افغانستان

د ملګرو ملتونو کارپوهان: پر افغانستان د پاکستان بریدونه غیرقانوني دي

مارچ 26, 2026
پښتین: تیرا کې روان پوځي عملیات د پښتنو ځورولو او لوټلو لپاره پلان شوي
افغانستان

پښتین: ملګري ملتونه دې پر پښتنو د پاکستاني پوځ د ظلم مخنیوی وکړي

مارچ 26, 2026
جېمز کونل: ګوانتانامو کې د بندي افغان محمد رحیم د خوشي کولو هڅه کوم
افغانستان

جېمز کونل: ګوانتانامو کې د بندي افغان محمد رحیم د خوشي کولو هڅه کوم

مارچ 26, 2026
له بنده د یوه امریکايي وګړي ازادولو، د کابل – واشنګټن اړیکو ښه کېدو تمه زیاته کړې
افغانستان

له بنده د یوه امریکايي وګړي ازادولو، د کابل – واشنګټن اړیکو ښه کېدو تمه زیاته کړې

مارچ 26, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist