د شمالي کوریا چارواکو ومنله،چې تازه یې یو ځل بیا توغندیز ازمایښت کړی دی.
چارواکي وايي دغه ازمایښت یې د سټلایټ سیسټم د نظامي معاینې په موخه کړی دی.
ویل کیږي، دا هغه سټلایټ سیسټم دی،چې شمالي کوریا یې د خپلو نظامي فعالیتونو لپاره کاروي.
چارواکو وروسته له هغې د بریالي ازمایښت خبره وکړه،چې وړمه ورځ سویلي کوریا او جاپان د دغه توغندیز ازمایښت خبر ورکړی وه.
خو شمالي کوریا وايي،جاپان او سویلي کوریا چې څه ډول میزایل یادوي، دا هغه توغندی نه دی.
جاپان وايي،دغه توغندی چې تازه ازمایښت شوی هم د دوی اقتصادي سیمې ته نږدې لګیدلی دی.
دا د روان کال له پیل راهیسې د شمالي کوریا اتم توغندیز ازمایښت دی،چې په بریالۍ توګه ترسره کیږي.