Skip to content
په کابل ښار او نږدې ولایتونو کې د اسلامي امارت له لوري د وسلو ټولولو،غلو او اختطافګرو د نیولو عملیات څلورمې ورځې ته هم وغځیدل.
امنیه قوماندانۍ ویاند خالد ځدراڼ وايي، دا مهال هم د کابل یولسمه،څلورمه، نهمه او درېیمه حوزه کې عملیات دوام لري او له لاسته راوړنو ډک دي.
ځدراڼ وايي، د پلټنو پرمهال ګڼ شمیر وسلې او زرهې موټر نیول شوي دي.
ځدراڼ زیاتوي:« د کابل یولسمه،څلورمه، نهمه او درېیمه حوزه کې پلټنې روانې دي، تر اوسه پورې په کومه حوزه کي عملیات نه دي بشپړ شوي.»
ځدراڼ وايي، په پیل شویو عملیاتو کې یو شمیر تورن کسان هم نیول شوي او تر پلټنو لاندې دي.
ځدراڼ په کابل ښار کې د پیل شویو عملیاتو د بشپړیدو د وخت په تړاو څه نه وايي،چې کله بشپړیږي.
هغه زیاته کړه:« په ځینو سیمو کي یو شمیر کسان نیول شوي،خو مالومه نه ده، چي څوک دي. ګن شمیر وسلې هم نیول شوي.»
کور په کور د پلټنې عملیات له غبرګونو او هرکلي سره مخ دي.
یو شمېر ښاریان له دې اقدامه هرکلی کوي،خو ځينې وړاندیز کوي،چې دغه عملیات دې د استخباراتي مالوماتو پر اساس مخکې ولاړ شي.
صنعت کار سخي پیمان وايي:«عملیات ښه دي، مثبت اقدام دی. د امنیت لپاره خو ډېر وخت کیږي، په کورونو باندې عملیات نه دي شوي ،خلکو سره تشویش پیدا کیږي. باید عملیات د استخباراتي مالوماتو پربنسټ ترسره شي.»
د کابل او یو شمیر ولایتونو کي پیل شوي عملیات مالوم نه دي،چي کله به بشپړ شي،خو اسلامي امارت خلکو ته ډاډ ورکړی،چې دغه عملیات یې د دوی ډاډمن امنیت لپاره پیل کړي او هغه کسان به نیسي،چې د خلکو امنیت ګواښي.