د ایران د بهرنیو چارو وزیر امیر حسن عبداللهیان په یوه مرکه کې ویلي،که په افغانستان کې ټول شموله حکومت جوړ شي، نو پر رسمیت به یې وپېژني.

عبداللهیان ویلي،په وروستیو کې یوه افغان پلاوي تهران ته سفر کړی و او پر دوه اړخېزو اړیکو یې خبرې کړې دي.

د هغه په دې لیدنه کې ایراني لوري دا واضح کړې،چې په افغانستان کې د یوه داسې ټول شموله حکومت جوړېدل اړین دي، چې ټول افغانان په کې ځان وویتي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند په افغانستان کې د امریکا شل کلن ماموریت ناکام بللی او په خبره یې امریکا له افغانستانه د تېښتې پر مهال له ایران هم د مرستې غوښتنه وکړه، خو دوی یې غوښتنه نه ده منلې.