Skip to content
د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې سفیر وان بارنت وايي، د اوکراین ترڅنګ افغانستان هم څاري او د اسلامي امارت له لورې په کابل او ځینو نورو ولایتونو کې د کور په کور د عملیاتو پیل اندېښمن کړي او د بندېدو غوښتنه یې کړې ده.
بارنت پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي، وېره، د کورونو پلټل، د خلکو نیول او تاوتریخوالی جرم دی او باید سملاسي ودرول شي.
هغه زیاته کړې،نظامیانو په ډېرو برخو کې توکي مات کړي او ځینې یې له ځان سره وړي دي.
خو اسلامي امارت بیا په کابل او نږدې ولایتونو کې کور په کور د پلټنې عملیات بریالي او له لاسته راوړنو ډک بللي دي.
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي، په تیرو دوه ورځو کې یې په دغو عملیاتو کې له دولتي وسایطو او وسلو سربېره یو شمېر داعش وسله وال هم نیولي دي.