د چین بهرنیو چارو وزارت ویاند وانګ وینبین د یوه خبري کنفرانس پر مهال وویل،له افغانانو سره همکارۍ ته دوام ورکوي او په نړیواله ټولنه کې به د افغانستان د بېرته یوځای کېدو لپاره مرسته وکړي.
وینبین ویلي افغانستان له ګډوډۍ د نظم پر لور روان دی او افغانانو ته یو تاریخي فرصت برابر شوی،چې خپل برخلیک په خپله وټاکي او د پرمختګ داسې لاره خپله کړي،چې د دوی له ملي ارزښتونو سره برابره وي.
نومړي ویلي، افغانستان له بشري او اقتصادي ناورین سره مخ دی،چې نړیوال باید ورته جدي پاملرنه وکړي.
هغه زیاته کړې،چین به د تېر په څېر له افغانستان سره دوستانه پالیسۍ ته دوام ورکړي او دوی د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه نه کوي.