Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

پکتیا پوهنتون هم د زده کړیالانو پرمخ پرانېستل شوی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/02/27

د هېواد د نورو سړو سیمو په څیر د شنبې پر ورځ د «۱۴۰۰ کال د کب پر ۷ مه »  د پکتیا پوهنتون دروازه هم د زده کړیالانو پر مخ پرانېستل شوه .

زده کړیالان له اوږده ځنډ وروسته د درسونو پیل ته خوشاله دي،خو د لوړو زده کړو وزارت غواړي،چې د مسلکي استادانو د ګومارنې تر څنګ دې پوهنتون کې شته ستونزې هوارې کړي. 

د پکتیا پوهنتون  یو تن زده کړیال وايي:« تیرو وختونو کې کورونا وبا او بیا د تحولاتو له کبله پوهنتونونه بند ول. اوس د خوښۍ ځای دی، چې بېرته پرانېستل شول.» 

د پکتیا پوهنتون یو بل  زده کړیال بیا وايي:« د زده کړو بهیر د چټکتیا لپاره د مسلکي استادانو موجودیت اړین دی. هیله ده،چې دې برخې ته پام وشي او نورې شته ستونزې هم چې پوهنتون کې وې، باید حل لارې ورته پیدا شي.» 

د پکتیا پوهنتون مشر عبیدالله اخوند زاده وایي، د نجونو لپاره جلا ودانۍ په پام نیول شوې، کم شمېر استادانو ته اړتیا لري،چې بستونه یې اعلان ته سپارل شوي او لومړیتوب ښځو ته ورکول کیږي. 

اخوندزاده زیاتوي:« موږ ته وظیفه راکړل شوې،چې د دوی لپاره ښځینه استادانې وګومارو. ډېر کم خالي بستونه لرو،چې اعلان ته سپارل شوي او لومړیتوب هم ښځینه وو ته ورکول کېږي.» 

پکتیا والي محمد علي جان احمد د ستونزو د هواري برخه کې د هر راز همکارۍ ډاډ ورکوي او استادانو او محصلانو غواړي،چې له شته امکاناتو دې په سم ډول ګټه پورته کړي.

احمد زیاتوي:« په دې مکلف یو،چې ستاسو ستونزو ته حل لارې پیدا کړو. له ښوونکو ، محصلینو او له ادارې کارکوونکو مو غوښتنه دا ده،چې له شته امکاناتو په سم ډول ګټه پورته کړئ.» 

 زده کړیالان له اسلامي امارته غواړي،چې پکتیا پوهنتون کې دې د بیارغونې هغه پروژې بشپړې کړي،چې د مخکیني حکومت پر مهال یې چارې پیل شوي دي. 

ShareTweetShareSendSend

Related News

ننګرهار کې د هغو مېوو باغونه په ډېرېدو دي چې له بهر څخه واردېږي
افغانستان

ننګرهار کې د هغو مېوو باغونه په ډېرېدو دي چې له بهر څخه واردېږي

مارچ 26, 2026
دهقان
افغانستان

وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

مارچ 26, 2026
حکومت د روږدو کسانو پر درملیز مرکز د برید په تړاو د نړیوالو پلټنو غوښتنه کړې
افغانستان

د ملګرو ملتونو کارپوهان: پر افغانستان د پاکستان بریدونه غیرقانوني دي

مارچ 26, 2026
پښتین: تیرا کې روان پوځي عملیات د پښتنو ځورولو او لوټلو لپاره پلان شوي
افغانستان

پښتین: ملګري ملتونه دې پر پښتنو د پاکستاني پوځ د ظلم مخنیوی وکړي

مارچ 26, 2026
جېمز کونل: ګوانتانامو کې د بندي افغان محمد رحیم د خوشي کولو هڅه کوم
افغانستان

جېمز کونل: ګوانتانامو کې د بندي افغان محمد رحیم د خوشي کولو هڅه کوم

مارچ 26, 2026
له بنده د یوه امریکايي وګړي ازادولو، د کابل – واشنګټن اړیکو ښه کېدو تمه زیاته کړې
افغانستان

له بنده د یوه امریکايي وګړي ازادولو، د کابل – واشنګټن اړیکو ښه کېدو تمه زیاته کړې

مارچ 26, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist