Skip to content
کورنیو چارو وزارت وايي، دغه عملیات د کابل ښاریانو د خوندي ژوند په موخه پيل شوي دي.
یاد وزارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي،عملیاتو کې د هرې سیمې د ګذر وکیلان او د جوماتونو ملا امامان برخه لري.
دغه وزارت هغه شمېرې هم شریکې کړي،که چېرې د ګذر وکیل او ملا امام پرته څوک یې کور ته د تالاشۍ لپاره ورځي، سم له واره له دې ورسره اړیکه ونیسي.
دغه شمېرې د کورنیو چارو وزارت د کورني امنیت ځانګړې قطعې دي،چې پر وخت رسېدنه وکړي.
وزارت همداراز غوښتنه کړې،هغه کسان چې غیرې قانوني وسلې لري،له شریکو شوو شمېرو سره دې اړیکه ونیسي او تسلیم دې کړي.