Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

ملګري ملتونه: افغانستان کې شااوخوا ۴ میلیونه ماشومان د خوارځواکۍ له ګواښ سره مخ دي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/02/27

د ملګرو ملتونو وروستي راپور کې ویلي، په افغانستان کې اوس مهال شااوخوا ۴ میلیونه ماشومان له خوارځواکۍ له ګواښ سره مخ دي  او مرستو ته ډېره اړتیا لري.

 اخوا د سیاسي چارو کارپوهان بیا  په دې اند دي،چې په تیرو شپږو میاشتو کې ډېرې مرستې شويؤخو ستونزه دا ده،چې مسوولو بنسټونو ته نه دي سپارل شوي.

 د سیاسي چارو شنونکی نازکمیر زیارمل وايي:« د دغه وضعیت د کابو کولو لپاره په کار ده،چې نړیوال د ماشومانو په برخه کې مسوولو بنسټونو سره خورا ډېر کمک وکړي .د افغانستان اسلامي امارت ته هم په کارده،چې دغه مرستې پر اړمنو کسانو باندې وویشي،چې د دغه ناورین مخه ونیول شي.»

یو شمیر نور بیا پر اسلامي امارت غږ کوي،چې د بشري مرستو بهیر په سمه توګه نظارت کړي،چې اړمنې کورنۍ تفکیک شي او اړینې مرستې هماغو ته ورسیږي.

 د سیاسي چارو شنونکی ډاکټر هاتف مختار وايي:« د ملګرو ملتونو له لوري چې د خوارځواکۍ او د ماشومانو په تړاو کوم راپور خپور شوی، بالکل پر حقیقت مبني دی. که چیرې ملل متحد غواړي،دغه مرستې اړمنوکسانو ته ورسیږي او هغو اړینو کورنیو ته ورسیږي،نو غوره دا ده،چې اسلامي امارت د ناظر په توګه په دغه پروسه کې اوسي،ترڅو اړمنو ته په سمه توګه ورسیږي.» 

خو ځينې نور، ملګري ملتونه د امریکا د اقتصادي فشارونو ملګري بولي او وايي،د دلایلو په وړاندې کولو کې تکړه دي،خو پر نورو نړیوالو بنسټونو د فشار په برخه کې لټي کوي.

د سیاسي چارو شنونکی عزیز معارج وايي:« د ملګرو ملتونو سازمان د ماشومانو او اقتصادي وضعیت په تړاو اندیښنې پر ځای دي،خو ملګرو ملتونه هم د امریکا د هغو فشارونو یوه برخه ده،چې پر اسلامي امارت یې راوړي دي. ځکه دوی دلایل وړاندې کوي،خو پر نړیوالو خوراکي او نورو سازمانونو باندې غوڅ امر نه کوي.» 

د ملګرو ملتونو د وروستیو اندیښنو له مخې، د ۴ میلیونو خوارځواکو ماشومانو له ډلې، ښايي روان ۲۰۲۲ کال کې له ۱۳۰ زرو زیات ماشومان د بد وضعیت له امله مړه شي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

ننګرهار کې د هغو مېوو باغونه په ډېرېدو دي چې له بهر څخه واردېږي
افغانستان

ننګرهار کې د هغو مېوو باغونه په ډېرېدو دي چې له بهر څخه واردېږي

مارچ 26, 2026
دهقان
افغانستان

وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

مارچ 26, 2026
حکومت د روږدو کسانو پر درملیز مرکز د برید په تړاو د نړیوالو پلټنو غوښتنه کړې
افغانستان

د ملګرو ملتونو کارپوهان: پر افغانستان د پاکستان بریدونه غیرقانوني دي

مارچ 26, 2026
پښتین: تیرا کې روان پوځي عملیات د پښتنو ځورولو او لوټلو لپاره پلان شوي
افغانستان

پښتین: ملګري ملتونه دې پر پښتنو د پاکستاني پوځ د ظلم مخنیوی وکړي

مارچ 26, 2026
جېمز کونل: ګوانتانامو کې د بندي افغان محمد رحیم د خوشي کولو هڅه کوم
افغانستان

جېمز کونل: ګوانتانامو کې د بندي افغان محمد رحیم د خوشي کولو هڅه کوم

مارچ 26, 2026
له بنده د یوه امریکايي وګړي ازادولو، د کابل – واشنګټن اړیکو ښه کېدو تمه زیاته کړې
افغانستان

له بنده د یوه امریکايي وګړي ازادولو، د کابل – واشنګټن اړیکو ښه کېدو تمه زیاته کړې

مارچ 26, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist