Skip to content
باختر دولتي خبري آژانس ویلي، د میدان وردګو ولایت پخوانۍ ښارواله او مدني فعاله ظریفه غفاري بېرته هېواد ته راستنه شوې ده .
یاد آژانس ویلي، غفاري شپږ میاشتې وړاندې اروپایي هېوادونو ته تللې وه،چې بېرته هېواد ته راستنه شوه.
غفاري هم خپل راتګ تائید کړی او د خپل پلار مقبرې ته ورغلې ده .
د غفاري پلار مخکېنی پوځي و،چې د جمهوریت پرمهال په کابل ښار کې ترور شو.
واک ته د اسلامي امارت په رسېدو سره ګڼو خلکو هېواد پرېښود،چې یوشمېر یې بېرته هېواد ته راستانه شوي دي.