Skip to content
د ننګرهار ولايت مرکز جلال اباد ښار په فوټبال لوبغالي کې نن شنبه د « ۱۴۰۰ کال د کب پر ۷ مه» د نجم بنسټ له لوري د نجونو په ګډون له ۲۵۰۰ کسانو د حضرت رسول اکرم صلی الله علیه وسلم د سيرت ازموينه واخېستل شوه.
د يادې ازموينې پر مهال د ولايت سرپرست مرستيال مولوي نياز محمد وهاج د نجم له بنسټ مننه وکړه،چې د ځوانانو ترمنځ يې د سيرت پوهاوي تشويقي سيالۍ پيل کړي او پر ځوانانو يې غږ وکړ، چې د خپل محبوب پيغمبر لار تعقيب کړي.
له دې ازموينې موخه د نبي عليه السلام د سيرت او اخلاقو په اړه د ځوانانو پوهول او د مطالعې فرهنګ دودول دي.
د يادونې ده،چې د سيالۍ لومړی مقام ګټونکی به عمرې ته ولېږل شي او درې سوه نورو ممتازو کسانو ته به هم ډالۍ ورکړل شي.