د شمالي او سویلي وزیرستان دوه جلا ډلې وايي،په بېلابېلو وختونو کې خوست او پکتیکا ته راغلي او دلته یې د ټي ټي پي له استازو سره ناستې او مرکې کړې دي.
په تېره یوه میاشت کې دوه ډلې افغان خاورې ته راغلي،چې د یوې مرکچي ډلې مشري یې د محسودو قومي مشر او پخواني سناتور، مولانا صالح شاه کوله.
قبایلي مشر مولانا صالح شاه وايي:«موږ غوښتل،چې د سولې دا بهیر له رسنیو پټ پاتې شي، خو اوس چې پټ نه دی پاتې شوی، نو اوس زه دا تاییدوم،چې موږ پخپلو درې بېلابېلو ناستو کې ډېر ښه مذاکرات درلودل او ډېر پرمختګ مو کړی دی.»
صالح شاه چې د مولانا فضل الرحمن ګوند غړی دی، وايي،د ټي ټي پي له مشر سره یې لیدنه نه ده شوې،خو د مذاکراتو له استازي سره یې ناسته ډېره بریالۍ او له پرمختګونو ډکه وه.
د راپورنو پر بنسټ یوه بله لس کسیزه ډله،چې دوه ورځې وړاندې د تورخم له لارې پاکستان ته تللې، د وزیرو د بل مخور ملک نصرالله خان په مشرۍ افغانستان ته راغلې وه.
اخوا د سیاسي چارو یو شمېر شنوونکي بیا وايي، پاکستان دې نه د سولې او نه د جګړې مذاکرات په افغاني جغرافیه کې کوي او تر هغې چې زرګونه قبایل لادرکه او بندیان وي، مذاکرات به پایله هم ورنه کړي.
د سیاسي چارو شنونکی عصمت قانع وایي:« د افغانستان او پاکستان اړیکې اوس مهال د شک او ابهام تر سیوري لاندې دي. ښه به دا وي،چې پاکستان اوس له افغاني خاورې او جغرافیې نه د سولې او نه د جګړې لپاره کار واخلي. په دې برخه کې دې دوی د افغانستان د استقلالیت او خپلواکۍ پر وړاندې خپله بې طرفي عملآ وښيي. په داسې حالاتو کې چې د قبایلو زرګونه کسان ورک او بندیان دي، دغه مذاکرات پایلې نه ورکوي.»
د دغو تازه راپورونو په تړاو اسلامي امارت لا څه نه دي ویلي،خو د یو شمیر راپورونو پر بنسټ تر دې وړاندې په افغانستان کې د تحریک او اسلام اباد ترمنځ منځګړیتوب شوی وو.
خو اسلامي امارات دا نه ده منلې،چې د ټي ټي پي مراکز او مشران دې،په افغانستان کې وي.