Skip to content
په کندهار ولایت کې د ښوونځیو زده کوونکي وايي، له تېرو څو کلونو راهیسې د درسي کتابونو له کمښت سره مخ دي.
دوی وايي، هر کال نیمایي تعلمي کال ورباندې د درسي کتابونو په نشت کې تېرېږي،چې له امله یې څلور میاشتنۍ ازموینې د کتابونو د کمښت له سختې وي.
دوی دغه راز وايي، له تېرو څو کلونو راهیسې د پوهنې رياست له لوري د ژمي په موسم کې د ټولګيو ګرمولو لپاره د بوټو او بخاوريو نه ورکړي يې هم تعلمي بهير نور سخت کړی دی.
په ورته وخت کې زده کوونکي د اسلامي امارت له چارواکو غواړي، چې دغه ستونزې ورته هوارې کړي.
کندهار کې د ښوونځي یو تن زده کوونکی وايي:« دا څو یم کال دی،چې ټولګي کې کال له کتاب پرته راباندې تیر شي. هر کال مو ټولګی ژمي کې بخارۍ نه لري. موږ هر کال همدا غوښتنه کړې، خو څوک ورته رسېدنه نه کوي.»
د کندهار د پوهني رياست مشر قدرت الله وصال هم د کتابونو د کمښت ستونزه، د پوهني په بهير کې ننګونکې بولي،خو وایي،د دې او نورو ستونزو د هواري لپاره پر ولایتي او مرکزي کچه کار پېل شوی.
وصال زیاته کړه:« موږ هم دا ستونزه منو. دا ستونزه اوسنۍ نه ده،خو موږ یې د حل لپاره لاس پر کار شوي یو. ډېر ژر به دغه ستونزه حل شي.»
د سويلي ولایت کندهار زده کوونکي له کلونو راهيسي د کتابونو د کمښت له ستونزي سره مخ دي، چې په ځلونو د دې ستونزو د انعکاس سره سره لا هم ورته رسېدنه نه ده شوې.