Skip to content
د افغانستان اسلامي امارت د مالیې وزارت د سیګار هغه راپور رد کړ،چې ویلي یې وو، اسلامي امارت هره ورځ درې میلیونه ډالر عواید راټولوي.
د یاد وزارت له لورې په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، د سیګار دا راپور د ناسمو مالوماتو پر بنسټ چمتو شوی او هغه مالومات سم نه دي، چې ګنې اسلامي امارت د ورځې درې میلیونه ډالره عواید راټولوي.
مالیې وزارت وایي،دوی تر اوسه پورې په دې اړه هېڅ راز رسمي ارقام نه دي خپاره کړي.