Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
محب: سیمه او نړۍ په افغانستان کې له ترهګرۍ اندیښنه لري

محب: افغانستان ته د مخکیني ولسمشر غني راتګ اوازې بې اساسه دي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/02/21

د افغانستان مخکېني حکومت د ملي منیت شورا پخواني سلاکار حمدالله محب د یکشنبې پر ورځ د « ۱۴۰۰ کال د کب پر لومړۍ نېټه » پر خپله ټویټرپاڼې له مخکیني ولسمشر محمد اشرف غني سره خپل تازه انځور خپور کړی او افغانستان ته یې د هغه راستنېدو خبره بې بنسټه ګڼلې.

محب زیاته کړې:«  کابل ته د محمد اشرف غني د ستنېدو اوازې بې اساسه دي. غني تل د ټولو افغانانو لپاره پر یوې داسې تل پاتې سولې باورمند او ورته ژمن دی،چې ارزښتونه په کې تر پښو لاندې نه شي. ولسمشر غني اوس هم د ولس د خیر لپاره د داسې اساسي بحث ملاتړ کوي،چې د هېواد د ټولو وګړو استازیتوب په کې وي.»

محب په داسې حال کې افغانستان ته د  مخکېني ولسمشر محمد اشرف غني دنه راتګ خبره کوي،چې دوه ورځې وړاندې د مخکیني ولسمشر ورور حشمت غني رسنیو ته وویل،مخکینی ولسمشر لیواله دی،چی خپل هېواد ته راشي،خو بیاځلې له سیاست سره علاقه نه لري.

اخوا د سیاسي چارو یو شمېر شنونکي بیا پر دې باور دي، که اشرف غني هېواد ته راستون شي،نو له سیاسي پلوه به د اسلامي امارت پر ګټه وي او د امریکا پر مشرۍ نړیوال نه غواړي،چې اسلامي امارت دې سیاسي ګټې وکړي او محب یې په همدې موخه غني ته ورلیږلی،چې کابل ته یې له تګ منعه کړي.

دوی وايي، محمداشرف غني کولای شي،چې د رسمیت پیژندنې په برخه کې په منځنۍ اسیا،هند او سویلي اسیا کې د اسلامي امارت لپاره ګټورر تمام شي او په باور یې پر همدې اساس پاکستان ته دغه کار د منلو نه دی او له امریکا یې غوښتي،چې د غني د راتلو مخه ونیسي.

د سیاسي چارو شنونکی سید بلال هاشمي وايي:« دا داسې ښکاري،چې بین المللي لوبې داسې دي،چې هغوی هم نه غواړي،چې اشرف غني راشي افغانستان ته او دلته واوسیږي،ځکه په سیاسي لحاظ د اسلامي امارت په حساب کې کریدیت راځي او ماته داسې ښکاري،چې  پاکستان هم له اشرف غني سره روابط ښه نه و اوس نه غواړي،چې اشرف غني راشي، افغانستان ته که چیرې راشي هغه کولای شي،چې په منځنۍ اسیا او جنوبي اسیا کې د رسمیت پیژندنې په برخه کې له اسلامي امارت سره زیات کمک وکړي. دا هغه  څه دي،چې پاکستان یې په هیڅ قیمت نه غواړي او د دې امکان شته  دی،چې پاکستان امریکا ته ویلي وي، چې په هرقیمت چې کیږي دغه سړی باید رانه شي،په همدې موخه حمد الله محب له امریکا نه هلته ورسیده او غني یې له راتګ منع کړ.»

خو ځینې نور بیا په دې باور دي،چې غني لاهم په افغانستان کې له امنیتي پلوه ځان خوندي نه بولي او ډاډه دی،که افغانستان لاړ هم شي،امنیت یې څوک نه شي ټینګولی .

شنونکی طارق فرهادي وايي:«  تر اوسه پورې هم د اشرف د ځان ویرې دلایل هم په افغانستان کې موجود دي،که افغانستان ته هم راشي هغه پوهیږي،چې امنیت یې څوک نه شي نیولای،ځکه مختلف خلک له مختلفو ځاینو زیات قهرجن دي.»

پخوانۍ افغان دیپلوماته شکریه بارکزۍ بیا له اسلامي امارته غواړي،چې د ټولو سیاسیونو د بېرته راتګ لپاره زمینه برابره کړي،چې دغه کار د هوسا افغانستان لپاره د سیاسي اجماع د جوړېدو لپاره مهم دی.

بارکزۍ زیاته کړه:« اوسني خلک،چې اوس یې په افغانستان کې سیاسي او نظام واک یې په اختیار کې دی، دوی دومره وکړي،چې افغانستان بېرته د ټولو افغانانو ګډ کور کړي او د یوې سیاسي اجماع لپاره دا ډېره اړینه ده،چې د افغانستان ټول خلک او سیاسي جریانونه بېرته سره پر ګډه راټول شي او د هوسا افغانستان لپاره کار وکړي.»

د پخواني حکومت د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب ته نږدې سرچینې وايي،ترهغې  چې پخوانی ولسمشر او محب په تړاو د سیګاراو نورو اړوندو نړیوالو ادارو د فساد د ارزونې پایلې نه وي اعلان کړي، دوی دواړه له متحده عرب اماراتو څخه بل هېواد ته د اوسېدو لپاره سفرنه شي کولای او ښايي دغه راپورونه تر یوې بلې میاشتې خپاره شي.

 

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

هرات کې پر موټرسایکلونو د مسافرو لېږد سره ټرافیکي پېښې هم زیاتې شوې
افغانستان

هرات کې پر موټرسایکلونو د مسافرو لېږد سره ټرافیکي پېښې هم زیاتې شوې

مارچ 24, 2026
پي‌ټي‌اېم پر افغانانو د پاکستان بريدونو مخنيوي لپاره د بریټانیا حکومت ته غوښتنې وړاندې کړې
افغانستان

پي‌ټي‌اېم پر افغانانو د پاکستان بريدونو مخنيوي لپاره د بریټانیا حکومت ته غوښتنې وړاندې کړې

مارچ 24, 2026
چارواکي: عدلي طب کې لاهم پر امېد روغتون د برید ناپېژندل شویو شهیدانو جسدونه شته دي
افغانستان

چارواکي: عدلي طب کې لاهم پر امېد روغتون د برید ناپېژندل شویو شهیدانو جسدونه شته دي

مارچ 24, 2026
د پاکستان پوځي رژیم د ولسي خلکو نښه کول له ترهګرۍ سره مبارزه بولي
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د ولسي خلکو نښه کول له ترهګرۍ سره مبارزه بولي

مارچ 24, 2026
د پوځي رژیم پر تېريو اعتراض؛ اعتراض لیک کې له نړیوالې ټولنې د پاکستان جنګي جنایتونو څېړنې غوښتنه شوې
افغانستان

د پوځي رژیم پر تېريو اعتراض؛ اعتراض لیک کې له نړیوالې ټولنې د پاکستان جنګي جنایتونو څېړنې غوښتنه شوې

مارچ 24, 2026
لاریون
افغانستان

جرمني کې د مېشتو افغانانو لاریون؛ د ملکي وګړو په نښه کول، هیچاته د منلو نه‌دي

مارچ 23, 2026

وروستي خبرونه

هرات کې پر موټرسایکلونو د مسافرو لېږد سره ټرافیکي پېښې هم زیاتې شوې

هرات کې پر موټرسایکلونو د مسافرو لېږد سره ټرافیکي پېښې هم زیاتې شوې

مارچ 24, 2026
د ناټو غړي هېوادونه لا هم امریکا سره د هرمز تنګي په اړه واحد دريځ نه لري

د ناټو غړي هېوادونه لا هم امریکا سره د هرمز تنګي په اړه واحد دريځ نه لري

مارچ 24, 2026
پي‌ټي‌اېم پر افغانانو د پاکستان بريدونو مخنيوي لپاره د بریټانیا حکومت ته غوښتنې وړاندې کړې

پي‌ټي‌اېم پر افغانانو د پاکستان بريدونو مخنيوي لپاره د بریټانیا حکومت ته غوښتنې وړاندې کړې

مارچ 24, 2026
چارواکي: عدلي طب کې لاهم پر امېد روغتون د برید ناپېژندل شویو شهیدانو جسدونه شته دي

چارواکي: عدلي طب کې لاهم پر امېد روغتون د برید ناپېژندل شویو شهیدانو جسدونه شته دي

مارچ 24, 2026
د امریکا ولسمشر ایران کې د انرژۍ پر تاسیساتو برید، پنځه ورځې وځنډاوه

د امریکا ولسمشر ایران کې د انرژۍ پر تاسیساتو برید، پنځه ورځې وځنډاوه

مارچ 24, 2026
د پاکستان پوځي رژیم د ولسي خلکو نښه کول له ترهګرۍ سره مبارزه بولي

د پاکستان پوځي رژیم د ولسي خلکو نښه کول له ترهګرۍ سره مبارزه بولي

مارچ 24, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist