Skip to content
د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام په افغانستان کې د فقر او ولږې د زیاتیدو خبرداری ورکړی او وایي،د افغانستان ۹۵ سلنه وګړي پوره خواړه نه لري.
یاد پروګرام زیاتوي، په هرو ۱۰ عاید لرونکو کورنیو کې، د ۸ کورنیو عاید د پام وړ ټيټ شوی،چې تر ټولو ډېر زیان د کابل اوسېدونکو ته اوښتی دی.
د خوړو نړیوال پروګرام په خبره، د لوږې له زیاتیدو سره په افغانستان کې د خوار ځواکۍ کچه هم لوړه شوې ده.
دا په داسې حال کې ده،چې په وروستيو کې هره اوونۍ ملګري ملتونه افغانستان ته د ميليونونو ډالرو بشري مرستو د لېږد خبر ورکوي.