په دې وروستیو کې کندهار ښار کې د ګلانو د ساتلو او پلورلو د خونو شمېر زیات شوی او سلګونه کسان له همدې لارې خپل او د کورنیو اقتصادي اړتیاوې پوره کوي.
د کندهار ښار اوسېدونکی احمد شاه وايي:«د نورو ولایتونو پرتله د کندهار خلک د ګلونو د ساتلو او روزلو ډېر شوق لري. دلته تر اهلي نباتاتو، زینتي نباتات، خلک ډېر خوښوي.»
که څه هم له تېرو څو کلونو راهیسې د بیکارۍ کچه ورځ تر بلې لوړه شوې،خو ښايي د شراف الدین په څېر، د شخصي کار و بار، هڅې ډېری هغو ځوانانو ته د کار الهام او پیغام شي،چې دا مهال د بېکارۍ له امله ګنو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.