Skip to content
د افغانستان پوهنې وزارت په هڅو او غوښتنو د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق یا یونیسف پرېکړه کړې،چې افغانستان کې ټولو ښوونکو ته د دوو میاشتو معاشونه ورکړي.
د یاد وزارت ویاند عزیز الرحمن رایان له شمشاد ټلوېزیون سره په خبرو کې وویل،تر دې دمه یې د ۴۰ زرو ښوونکو ته د دوو میاشتو معاشونه اجرا کړي او په اتو پړاونو کې د یو سل نوي زره ښوونکو معاشونه بشپړېږي.
رایان زیاتوي:« شپږمې میاشتې پرله پسې له یونېسف او نور خيریه بنسټونو سره ناستې لرو، بلاخره توافق ته ورسېدو،چې د دوو میاشتو لپاره به د افغانستان ټولو ښوونکو ته،چې شمېر یې شااوخوا ۲۰۰ زرو ته رسېږي، سل سل ډالره په میاشتنۍ توګه ورکول کېږي. بیا مو ټول ښوونکي پر اتو ګروپونو ووېشل،چې په هر ګروپ کې ۴۰ – ۴۰ زرو ښوونکو ته ورکول کېږي. دوه ورځې وړاندې د افغانستان ۴۰ زرو ښوونکو ته همدا سل ډالره ورسېدل.»
رایان وايي، ښوونکو ته دا پیسې د معاشونو په بدل کې ورکول کېږی او د هغو ښوونکو معاشونه چې لوړ دي دوه سوه ډالره او د کمو معاشونو لپاره سل ډالره ورکول کېږي.
رایان ښوونکو ته ډاډ ورکوي،چې د ټولو میاشتو معاشونه یې ورکول کېږي او بهرنیو موسسو ورسره په دې برخه کې ژمنه کړې ده.
هغه زیاته کړه:« هغه ښوونکي،چې تر سلو ډالرو یې معاش کم وي، هغوی ته بیا اسلامي امارت په همدې دوو میاشتو کې معاشونه نه ورکوي.خو کوم ښوونکي،چې معاشونه یې تر سلو ډالرو لوړ وي، د بېلګې په ډول د یو چا معاش ۱۴۰ ډالره ده، سل ډالره ورته یونېسف ورکوي او ۴۰ ډالره به ورته اسلامي امارت ورکوي. دویمې خبرې ته هم زه راځم، د دوو میاشتو لپاره دا خبره یقیني ده،چې دا به ورکول کېږي. یونېسف ژمنه کړې،چې د معاشونو د ورکړې لړۍ به تر یوه کاله پورې غځوي، خو تر دوو میاشتو پورې نهايي توافق شوی دی. پاتې ۱۰ میاشتې چې دي، پر هغې هم تخنیکي ټیمونه کار کوي.»
د پوهنتون یو شمېر استادان دا د پوهنې تقویې او د ښوونکو د هڅونې لپاره یو ښه اقدام بولي او له اسلامی امارته غواړي، چې معاشونه پر وخت ورکړي.
له دې وړاندې هم ملګرو ملتونو له ښوونکو سره د مرستې اعلان کړی و،خو هغه ژمنه تر اوسه پورې نه ده عملي شوې، خو پوهنې وزارت د دوه میاشتو معاشونه ورکړي دي.