په سوېل کې د پکتیا کرنې ریاست مشر عبدالروف سعید وایي،له تیرو دوو کلونو راهیسې دغه ولایت کې د زعفرانو کر د دودولو هڅه روانې دي او د مرکز ګردیز په ګډون په پنځه ولسوالیو کې کرل شوي دي.
سعید وايي، د دغه ولایت اب او هوا د زعفرانو کر لپاره برابره او حاصلاتو یې د هېواد پر کچه ښه نوم پیدا کړی دی.
سعید زیاته کړه:« که څه هم چې زعفران په وروستیو کلونو کې د پکتیا ځینې سیمو کې کرل کېږي. د هېواد پر کچه یې ښه نوم خپل کړی او حاصلات یې هم ښه دي.»
سعید وايي، دا مهال مرګز ګردیز،سیدکرم، احمد اباد، شواک او ګرده څیړۍ ولسوالیو کې زعفران کرل کېږي او بزګرانو ته یې تخم ویشل شوی او په ټولییز ډول هڅه دا ده،چې کر یې د ولایت پر کچه دود شي .
هغه زیاتوي:« مرکز ګردیز،سیدکرم،احمد ابا شواک او ګرده څیړۍ ولسوالیو کې مو بزګرانو ته د زعفرانو تخم ورکړی او په ټولییز ډول هڅه داده،چې کر یې د ولایت پر کچه دود شي.»
د پکتیا مرستیال والي عزیزالرحمن منصور هم وایي، اسلامي امارت په ټولییز ډول دغه ولایت کې د زعفرانو د کر دودولو ملاتړ کوي او بزګرانو ته به د تخم د ویش تر څنګ د حاصلاتو راټولونې او پالنې برخه کې د عامه پوهاوي پروګرامونه هم پیل کړي.
منصور زیاتوي:« بزګرانو ته به د زعفرانو د تخم د ویش تر څنګ د حاصلاتو ټولونې او پالنې برخه کې د عامه پوهاوي پروګرامونه پلي شي او اسلامي امارت یې د کر دودولو برخه کې په ټولییز ډول ملاتړ کوي.»