Skip to content
د سوېل پکتیا ولایت زرمت والسولي په سهاکو سیمه کې د جمعې پر ورځ د «۱۴۰۰ کال د سلواغې پر ۲۹ مه» له دیني زده کړو یو شمېر زده کوونکو فراغت په اړه جوړو شویو مراسمو کې د پکتیا والي محمد علي جان احمد وویل، پر کور د ننه د دیني زده کړو لپاره زمینه برابره شوې او اړتیا نه شته دی،چې زده کوونکي د زده کړو لپاره پاکستان او نورو هېوادونو ته لاړ شي.
احمد وايي، د اسلامي امارت په راتګ سره ټول هغه زده کوونکي بېرته هېواد ته راستانه شوي،چې مخکې ګاونډیو هېوادونو ته د دیني زده کړو لپاره تللي ول.
هغه زیاته کړه:« موجوده وخت کې له کله نه ، چې اسلامي امارت حاکم شوی هغه طالبان چې نورو هیوادونو ته د زده کړو لپاره تللي وو بیرته راګرځیدلي او په کور د ننه ورته د زده کړو زمینه برابره ده.»
د دیني مدرسو یو شمیر زده کوونکي له اسلامي امارته غواړي،چې مدرسو ته ځانګړې پاملرنه وکړي او د دیني زده کړو تر څنګ دې ورته د عصري زده کړو زمینه هم برابره کړي.
زرمت ولسوالۍ کې د دیني زده کړو یو تن زده کوونکی وايي:«د امنیتي وضعیت د خرابوالي له کبله مخکې مونږ خپل هیواد کې دیني زده کړې نه شوې کولې نو اړ وو چې نورو هیوادونو ته لاړ شو ځکه هلته زمینه برابره وه .»
زرمت ولسوالۍ کې د دیني زده کړو یوبل زده کوونکی بیا وايي:« له اسلامي امارته غواړو،چې دیني مدرسو ته دې ځانګړې پاملرنه وکړي او د دیني زده کړو تر څنګ دې مدرسو کې موږ ته د عصري زده کړو زمینه برابره کړي.»
د مدرسو استادان هم دیني مدرسو ته د اسلامي امارت د پاملرنې غوښتنه کوي او وایي، چې د زده کړو کیفیت تر څنګ دې د دوی معاشونو برخې ته هم پام وشي.
د زرمت سهاکو دیني مدرسې مشر مفتي عبدالرحمان وايي:« اسلامي امارت دې مدرسو ته زیاته پاملرنه وکړي،ځکه مالي حالت یې ښه نه دی. د استادانو له معاشونو نیولې بیا د ودانیو تر جوړیدو پورې اوس خو هر څه د خلکو په همکارۍ روان دي.»
څه موده وړاندې پکتیا کې د حقاني مدرسې د جوړیدو چارې هم پیل شوې او په ټولییز ډول ټینګار دا دی، چې پر کور دننه دې د دیني زده کړو زمینه برابره او پاکستان او نورو هېواونو ته دې د زده کوونکو د تګ مخه ونیول شي.