Skip to content
د ماشومانو ساتنې صندوق یا سېف د چېلډرن وایي، په افغانستان کې نږدې پنځه میلیونه ماشومان له لوږې سره مخ دي.
یاد صندوق وایي،په افغانستان کې د خوارځواکه ماشومانو شمېره دوه برابره زیاته شوې او د امریکا له لورې د افغانستان د پیسو کنګل کېدو د دې هېواد اقتصادي ستونزې نورې هم ډېرې کړې دي.
د یاد صندوق په خبره، پر افغانستان د اسلامي امارت د واکمنېدو له پیل وروسته یو شمېر روغتیایي مرکزونه او روغتونونه د مالي ستونزو او امکاناتو د نه شتون له امله تړل شوي دي.
دغه راز سیف د چیلډرن وايي، په افغانستان کې د دې ستونزو د پراخېدو د مخنیوي لپاره باید لویدیځ هېوادونه د افغانستان کنګل کړې شتمني ازاده کړي.