Skip to content
د امریکا متحده ایالتو بهرنیو چارو وزارت ویاند نیډ پرایس ویلي، د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن له خپل قطري سیال سره د مونیخ امیني ناستې په څنډه کې د افغانستان پر وضعیت او اړوندو مسایلو خبرې کړې دي.
پرایس ویلي،په لېدنه کې د افغانستان پر مهمو مسایلو خبرې شوي او له قطر مننه شوې،چې له افغانستانه د وتلو په سخت ماموریت کې یې له امریکا سره همکاري کړې ده.
قطر ویلي ،دوی په افغانستان کې د ثبات او دایمي سولې لپاره هڅه کوي او له امریکا غواړي،چې له دغه هېواد سره مرستو ته دوام ورکړي.
د قطر د بهرنیو چارو وزیر تر دې څو ورځې وړاندې د افغانستان د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر امیرخان متقي سره هم کتلي وو او ټینګار شوی و، چې امریکا دې د افغانستان کنګل شوې شتمني ازاده کړي او له اقتصادي فشارونو دې لاس واخلي.