وېسټ ویلي، امریکا په افغانستان د هېڅ مقاومت ډلې ملاټر نه کوي او د سیمې او نړۍ له نورو هېوادنو هم غواړي، چې ورته دریځ غوره کړي.
وېسټ زیاته کړې:«زموږ خبرې اترې د القاعدې په اړه لا هم یوه ننګونه ده. موږ غواړو،په هغو ګامونو باندې چې د القاعدې او داعش پر ضد پورته کېږي ډاډه شو.غواړو،وګورو،چې افغانستان کې هېڅ یوه ترهګره ډله فعالیت نه کوي.»
وېسټ ویلي، امریکا به اسلامي امارت تر هغې پر رسمیت ونه پېژنې،ترڅو په خپل چلن کې یې بدلون نه راوستی.
وېسټ زیاته کړې، امریکا او متحدین یې د اسلامي امارت نظام د ړنګیدو په لټه کې نه دي،خو په وینا یې یې هېواد یې تمه لري،چې اسلامي امارت داسې یو حکومت جوړ کړي،چې ټول خلک په کې خپل ځان وویني.
هغه زیاتوي:« امریکا به تر هغې په افغانستان کې د طالبانو حکومت پرر رسمیت ونه پېژني،ترڅو خپل چلن بدل نه کړي او امریکا په افغانستان کې د سولې او ثبات او ټولشموله حکومت غوښتنکې ده.»
وېسټ د جوبایډن د پرېکړې په تړاو هم ویلي، له خبرو یې ناسم تعبیر شوی او ډاډ یې ښودلی دی،چې له اسلامي امارت سره یې په قطر، ناروې او سویس کې وروستۍ ناستې ګټورې وې.