په کابل کې د سه شنبې پر ورځ د « ۱۴۰۰ کال د سلواغې پر ۲۶ مه» د صاحب زاده خیره بنسټ له لوري پر لسګونه یتیمانو او بې سرپرسته کورنیو د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرستې ووېشل شوې.
د ياد بنسټ مشر علي ګل فرید صاحب زداه وايي،هڅه کوي يوازې هغه کسان سروې او مرسته ورسره وکړي،چې يتيمان او يا هم د نفقې پيدا کولو څوک نه لري.
صاحب زاده زیاته کړه:«هڅه کوو،هغه کونډې او يتيمان چې د کور سرپرست ونه لري، بې وروره وي،بې پلاره وي او داسې کورنۍ په سروې ګانو کې کتلي دي،چې هغه هيڅوک نه لري،خو واړه واړه يتيمان ورترغاړې وي، يا په خېمو کې ژوند کوي، يا په کرایه کورونو کې ژوند کوي، يا په ډېر بد حالت کې په داسې ځايونو کې ژوند کوي،چې لیدل یې زموږ لپاره ډېره سخته ده.»
مرسته شوي کسان له دغه مرستو خوښ دي او وايي، سږ کال ژمی يې په داسې مهال راتېر کړ،چې د خوراک او سون لپاره یې څه نه لرل او نه هم د کار لپاره سرپرست لري.
یو تن بې وزله وايي:« چرخي نه راغلي یو. له موږ سره چې کومه مرسته شوې، ترې ډېر خوشاله يو. د ژمي موسم دی،بې کاره يو، مرستې نه شته دی،که له دې وروسته نور تجاران مرسته وکړي ډېر به خوشاله شو.»
یو بل بې وزله بیا داسې وايي:« زه مننه کوم،د فقیرو او غریبو خلکو لاره دا ډول مرستې اړینې دي. خلک له ډېرو ستونزو سره مخ دي،که راتلوونکې کې هم مرستې تر سره شي. ښه به وي،ځکه خلک له ډېرو ستونزو سره مخ دي.»
د مرستو اخیستلو له پاره دا راغلې مېرمنې،چې د ډېری هغو يې خاوندان په تېرو جګړو کې وژل شوي،له دغو مرستو د خوښۍ تر څنګ د دوامداره مرستو غوښتنه کوي.
یوه بې سرپرسته مېرمنه وايي:« زه ډېره زياته مننه کوم،له هغه چانه چې مرسته یې راسره کړې. باید کمک راسره بار بار وکړي، زه هم سرپرست نه لرم او دلته چې څومره ميرمنې دي، دوی ټولې د کور سرپرست نه لري.»
د صاحب زاده خیره بنسټ مشر وایي،تېرو څو مياشتو کې یې له شااوخوا ۸۰۰ يتيمو او کونډو میرمنو سره مرسته کړې او دغه پروسه روانه ده.