وځورول، اخر بېرته بيا همدوی د افغانانو پيسې غلا کوي.»
يو شمېر نور بیا وايي، کنګل شوې پيسې د حکومتونو نه بلکې، د عامو افغانانو دي او په کار ده،چې ژر دغه پانګه ازاده شي.
د کابل ښار یو تن اوسېدونکی وايي:« دا نه منونکې خبره ده، تقريباً ۱۰۰ سلنه نه منونکې ده، ځکه دا پیسې د يوه شخص يا د يوه ملک نه دي، د همدې افغانانو دي، د همدې خوار او غریب ولس،چې نن له موادو پسې يو
خوا بل خوا منډې وهي. دا د همدوی خوارانو پیسې دي.»
ډېر يې بيا پر نړیوالو او په ځانګړي ډول پر اسلامي هېوادونو غږ کوي، تر څو د افغانستان د کنګل شوې شتمنۍ په اړه اقدام وکړي او امریکا اړه کړي،چې بندې پيسې ژر ازادې کړي.
کابل ښار اوسېدونکی وايي:« بله خبره دا ده،چې دا پيسې د طالبانو شخصي پیسې نه دي، نه د ملا براد دي، نه د اشرف غني او نه هم د کرزي دي. دا د همدې بې چاره معیوبو افغانانو پيسې دي. زه له ټولې اسلامي
نړۍغواړم،چې پر دوی باندې فشار واچوي، چې ولې دوی دا ظلم کوي.»
امریکا له افغانستان سره د بشري مرستو پر دوام ټینګار کوي،خو تازه د امریکا ولسمشر دا پریکړه،چې له افغان شتمنۍ دې درې اشاریه پنځه میلیارده ډالر د سپټمبر پېښې قربانیانو ته ورکړل شي، د ډېرو په اند هغه پریکړه