Skip to content
د افغانستان بهرنیو چارو وزارت له لورې په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې قطر ته د بهرنیو چارو وزارت د سرپرست پر مشرۍ تللي پلاوي د اروپايي ټولنې له استازو سره ناسته کړې.
خبرپاڼه کې راغلي،ناسته کې دواړو اړخونو په افغانستان کې د بشري او روغتیایي وضعیت، زده کړو بهیر او نورو اړینو موضوعاتو په اړه خپل وړاندېزونه او طرحې شریکې کړې دي.
بهرنیو چارو وزارت وایي،اروپايي ټولنې په افغانستان کې د زده کړو روان بهیر او وروستي پرمختګونه هېله بښونکي بللي او د دې برخه کې یې د ۱۱ میلیونه ډالرو د ځانګړي کېدو ژمنه کړې ده.
یاد وزارت وایي،اروپایي استازو وضعیت ته په کتو له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې د مرستو د دوام ژمنه کړې ده
اسلامی امارت اروپایي ټولنې ته ډاډ ورکړی،چې بشر حقونو ته درناوی لري، مسلکي کادرونه جذبوي او هڅه کوي،چې بهرنیو هېوادونو ته تللي افغانان بېرته هېواد ته راستانه شي.