Skip to content
د افغانستان کورنیو چارو وزارت له لوري نن چهار شنبه د «۱۴۰۰ کال د سلواغې پر ۲۷ مه» خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې قطر لوړ پوړي پلاوي د افغانستان کورنیو چارو سرپرست وزیر سراج الدین حقاني سره وکتل.
خبرپاڼه کې وړاندې راغلي،چې له قطره په راغلي پلاوي کې محمد المسند په امنيتي چارو کې د قطر امير ځانګړی استازی، دوکتور مطلق بن ماجد القحطاني ګډون لري.
خبرپاڼه زیاتوي،چې سرپرست وزیر سراج الدین حقاني افغانستان سره د قطر مرستې مهمې ګڼلي او له راغلي پلاوي یې د لا زیاتو همکاریو غوښتنه کړې.
خبرپاڼه کې همداراز راغلي،چې یاد پلاوي د کورنیو چارو سرپرست وزیر ته د بشري مرستو په برخه کې د لازیاتې همکارۍ ډاد ورکړی.
قطري پلاوي په ورته وخت کې ویلي، د افغانستان اوسني نظام او نړیوالو ترمنځ د تعامل لپاره یې هڅې پیل کړي دي.