Skip to content
په کابل کې نن چهار شنبه د «۱۴۰۰ کال د سلواغې پر ۲۷ مه» د عمل ولسي ټولنې له لوري ناسته کې پر امریکا غږ وشو، چې افغانانو ته دې د تېرې شل کلنې جګړې غرامت ورکړي او کنګل شوې پانګه دې پرته له قید او شرط بېرته خلاصه کړي.
ناسته کې د یادې ټولنې مشر ګل اغا صاحب زاده له نړیوالو وغوښتل، چې امریکا دې د تېرې شل کلنې جګړې د تلفاتو او ویجاړیو غرامت پرې کړي.
صاحب زاده زیاته کړه:« د غرامت غوښتونکي يو، له امریکا څخه،چې دغه يو نیم میلیون کسان زموږ شهیدان شوي دي، زخمیان شوي دی، دا خو پرېږده،چې ماهیانو وخواړه، په ځنګلونو کې ځناورو وخوړل، نن یې هم هېواد پريښی دی، د غرامت غوښتونکي يو او ښه ده،چې دوی ورته نرخ هم وټاکه.»
صاحبزاده وایي، دغه شتمني د حکومتونو نه ده بلکې،دا د عام ولس او د افغانستان بانک پشتیبانه ده،چې یرغمل کول یې د افغانانو حق کې بې عدالتي ده.
صاحب زاده زیاته کړه:«موږ د افغانانو په استازولۍ خبرې کوو، دا د ملت مال دی، کومې اوه ميلیارده ډالره چې دوی تقسيموي، زه دا خبره کوم،چې دا خو د افغانستان د ملت مال او تاسو سره د امانت په شکل ايښی وه. اول خو تاسو دومره بدبخته خلک ياست،چې امانت خيانت کوئ، دا د اسلامي امارت مال نه دی، دا د جمهوریت مال نه دی، دا د شاهی مال نه دی، دا د څلوېښت میلیونه کسانو پشتيبانه ده هلته.»
ناسته کې نورو ویناوالو بيا پر اسلامي هېوادونو غږ وکړ،تر څو د افغانستان د کنګل شوې پانګې په اړه پر امریکا فشار راوړي.
د عمل ولسي ټولنې یو تن غړی وايي:«زما پيغام ملګرو ملتونو ته دا دی،چې د اسلامی هېوادونو په کنفرانس او اسلامي نړۍ علماوو، تر څو مشوره وکړي او افغانانو ته د هغوی شتمنی وسپاري.»
د عمل ولسي ټولنې یو بل غړی وايي:« زه په نړۍ کې په ټولو اسلامي هیوادونو غږ کوم، ستاسې اسلامي ضمير، ستاسې اسلامي کلتور، عنعنات د اسلامي دومره ضعيفه شوي دي چې، ایا ستاسې ايماني وظيفه دا نده چې تاسو زما په سر باندې لاس ونیسئ.ایا یوه ورځ تا کفارو ته وویل ملل متحد ته دې ونه ویل چې افغانستان کې څه شوي دي.»
د کنفرانس کډونوالو وویل، که يې غږ وانه ورېدل شي، په سوله يزو لاريونونو به لاس پورې کړي، تر څو امریکا د افغانانو کنګل شوې شتمني ازده کړي.