د سیاسي چارو یوشمېر کارپوهان وایي، د مرکزي بانک د شتمنیو ترلاسه کولو لپاره اسلامي امارت باید د مرکزي بانک ریاست غیر سیاسي کړي او مشرۍ ته باید غیر سیاسي او حزبي کس راوستل شي.
د سیاسي چارو شنونکی طارق فرهادي وايي:« پیسې د افغانستان د خلکو دي، اسلامي امارت د دې لپاره چې داعیه یې تثبیت شي،ښه ده چې د مرکزي بانک ریاست غیرسیاسي کړي، هغه څوک راولي،چې حزب او سیاست کې نه وي او طالب هم نه وي. موږ خپل مخالفت اعلان کړی دی،چې دا د افغانستان پیسې دي موږ خو یتیمان نه یو،چې ملګري ملتونه اوس وایي څنګه او په څه مصرف شي. پوهیږو په قلم،کتابچې او میز مصرف کېږي،چې زموږ پر ګټه نه دي.»
د افغانستان د کنګل شویو پيسو په تړاو د امریکا متحده ایالتو د ولسمشر جوبایډن له پرېکړې وروسته د افغانستان اقتصادي سیستم له ګواښ سره مخ شوی دی او هم یې په بانکي نظام کوم مثبت اغیز نه لیدل کېږي.
افغانانو په کور دننه او بهر د امریکا متحده ایالتو ولسمشر جوبایډن پرېکړه غندلې ده.
له دې سره بل مخالفت پر دې هم ده،چې امریکا نه باید د افغانانو پاتې پیسې ملګرو ملتونو او نورو نړیوالو بشري ادارو ته ورکړي،چې له دې پیسو څخه په بشري مرستو کې کار واخېستل شي.
د سیاسي چارو کارپوهان ټېنګار کوي،چې باید نړیوالو محکمو ته د جوبایډن خلاف عرض وشي او افغانان باید په عمومي توګه د دې پرېکړې خلاف ودریږي.
اقتصادي کارو باریان وایي، اسلامي امارت باید په کور دننه بانکونو ته ازادي ورکړي،ترڅو سوداګریزې راکړې ورکړې ترسره شي،خو د اقتصادي او بانکي سیستم د تقویې لپاره باید ټولې مرستې مرکزي بانک ته راشي.
د کابل د صنعتکارانو د ټولنې مشر عبدالجبار ساپی وايي:« مرستې باید د بانکونو له لارې وشي،ټول بانکونه باید عادي وضیعت ته را واوړي،راکړه ورکړه پیل شي. زموږ له اسلامي امارت جدي غوښتنه ده،چې خصوصي او نور بانکونه عادي کړي او باید کار پرې وشي،دا یو ښه فرصت دی.»
اسلامي امارت هم د امریکا متحده ایالتو ولسمشر جوبایډن پرېکړې ته خپل مخالفت ښوولی ده او پیسې یې د افغانانو حق بللی دی.