نورمحمد د قاتل پلار وايي:« زما زوی، زما وراره او خپل د تره زوی یې وژلی وه، ما خپل زوی جلا کړ او له کوره مې وشاړه. زه ډېر پرې خفه وم، زما خو دواړه زامن دي.»
محمد رحمان د وژل شوي کس ورور بیا وايي:« موږ خپل تره او د تره زوی ته بښنه وکړه او دا مو ونه غوښتل، چې زموږ یو ورور مړ شي بل ورور او یا تره مو بندي شي.»
اخوا د پکتیا مرستیال والي عزیزالرحمن منصور وایي، په دغه ولایت کې د کورنیو او قبیلو پر کچه ورته دښمنۍ شته او په ټولییز ډول هڅه دا ده،چې تر منځ یې روغه وشي او دښمنۍ یې پر دوستۍ بدلې شي.
منصور زیاته کړه:« پکتیا کې دا ډول قضایاوې شته دی.دا قضیې پر لوړه او ټیټه کچه شته دي. موږ هڅه کوو،چې د ټولو اړخونو پر خوښه او د اسلامي شریعت په رڼا کې یې حل کړو او دښمنۍ یې پر دوستۍ بدلې کړو.»
د پکتیا استناف محکمې مشر عبیدالله وايي، ، د اته ولسوالیو لپاره یې قاضیان ټاکلي او په ټولییز ډول یې هڅه دا ده،چې ټولو ولسوالیو کې عدلیي او قضایي ارګانونه فعال او د خلکو اړوند ستونزې پر وخت هوارې کړي.