د افغانستان مخکېني حکومت اجرائیه ریاست مرستیال انجنیر محمد خان په کور کې د وړمې شپې نښتې له امله څلورو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د کابل امنیه قوماندانۍ ویاند خالد ځدراڼ وايي، برید په کور کې دننه د خپلمنځي اختلافاتو له امله رامنځته شوې او په اړه یې څيړنې پیل کړې دي.
د ځدراڼ په خبره، په دغه پیښه کې د انجنیر محمد خان یو زوی او یو ساتونکی وژل شوي، میرمن او یو تن خپلوان یې ټپيان دي.
ځدراڼ زیاته کړه:« کابل کې تېره شپه د انجنیر محمد خان کور کې د نښتې له امله د هغه زوی او یو تن ساتونکی یې وژل شوي. د نومړي ښځه او یو بل خپلوان یې ټپیان شوي دي. د انجنیر محمد خان یو تن ساتونکی،چې د نوموړي باجه هم دی وايي، پېښه په کوردننه د خپلمنځي اختلافاتو له امله رامنځته شوې او له بهر څوک د برید لپاره نه دي دننه شوي. د پېښې څېړنې لپاره زموږ امنیتي ځواکونه په سیمه کې شتون لري او د واقعیت له روښانه کېدو وروسته به یې هېوادوالو سره شریک کړو.»
کورنیو چارو وزارت بیا ویلي، د پيښي څرنګوالي په اړه یې پلټنې پيل کړې او په دې تړاو یې د دغې کورنې اړوند یو تن هم نیولی دی.
انجنیر محمد خان په خپل کور کې یاده پېښه تائيدوي او د عاملینو د نیولو غوښتنه یې کړې ده.
محمد خان زیاته کړې:« د بیګا شپې په پيښه کې مې د تره لمسی او یو زوی شهیدان شوي او مېرمن مې ټپي شوې ده. دا چې د ا پيښه څنګه شوې ده او د چا له خوا شوې باید عاملین یې پيدا شي.»
د پخواني حکومت اجرائیه ریس عبدالله عبدالله د خپل مرستیال په کور کې د پيښې په اړه غبرګون ښوودلی او دا یې په شخصي حریم برید بللی.
عبدالله عبدالله زیاته کړې:« په خواشینۍ سره چې تېره شپه د پخواني اجرائیه ریاست د لومړي مرستیال او د هېواد سیاسي شخصیت انجنیر محمد خان پر کور برید شوی دی،چې په کې د هغه کشر زوی او یو ساتونکی شهیدان او مېرمن یې ټپي ده. د هېواد د یوې محترمې کورنۍ په خصوصي حریم دا ډول ناځوانمردانه برید غندم او د خپلې خواخوږۍ او تسلیت مراتب د محترم ورور انجنیر محمد خان او د هغې درنې کورنۍ ته وړاندې کوم.»
د انجینیر محمد خان په کور کې د پيښې په اړه لا پلټڼې روانې دي او پولیس وايي،د عاملینو د پيژندلو او نیولو هڅې کوي.
پولیسو تر اوسه په دې تړاو د انجنیر محمد خان د کورنۍ یو تن هم نیولی او ویلي یې دي،چې تر پوښتنو وروسته به مالومه شي،چې نښته څه ډول او د چا له خوا رامنځته شوې.