Skip to content
د افغانستان اسلامي امارت د رئیس الوزرا اداري مرستیال عبدالسلام حنفي ویلي، پر اساسي قانون د تطبیق څار کمېټه به ژر په خپل کار پیل وکړي.
د یادې کمېټې لپاره ټاکل شوي مشر ډاکټر سید ابوبکر متقي په دې اړه له حنفي سره لیدلي او د دغې کمېټې د ارزښت، موقعيت، ستونزو او فعاليتونو په اړه یې خبرې کړې دي.
د رییس الوزرا اداري مرستیال حنفي پر اساسي قانون د تطبیق څار کمېټې ته د دوی پر وړاندې د شته ستونزو د حل ډاډ ورکړی او لارښوونې یې ورته کړي دي.
د اسلامي امارت د بيا واکمن کېدو په لومړیو کې عدليې وزارت ويلي وو، چې د ۱۳۴۳ کال اساسي قانون به له ځینو برخو پرته په موقت ډول نافذیږي.