کابلوف وايي، د افغان دیپلوماتانو ورتلل نه ردوي،خو په دې چاره کې ځکه لاسوهنه نه کوي،چې د افغانانو کورنۍ موضوع ده.
کابلوف زیاته کړه:« د افغانستان اوسنيو چارواکو له موږ غوښتي،چې د دوی دوه یا درې ډیپلوماټان ومنو. هېله ده،چې دا په پام کې ونیسی،چې دا یو اضافي بدلون دی او دوی نه غواړي،چې مسکو کې اوسنی سفیر بدل یا لرې کړي. د سفارت چارې د دوی خپل کورني مسایل دي او موږ په کې لاسوهنه نه کوو.»
کابلوف وایي د دغو دیپلوماتانو راتګ تائیدوي،خو له هغې وروسته د افغان سفارت او کابل کې د حکومت مسوولیت دی،چې څه کوي،ځکه دا د دوی کورنی مساله ده.
اخوا د سیاسي چارو یو شمېر شنونکي هم په دې باور دي،چې د اسلامي امارت دا غوښتنه پر ځای ده او باور لري،چې ډېر زر به د روسیې او چین له خوا پر رسمیت وپیژندل شي.
د سیاسي چارو شنونکی هاتف مختار وايي:«اسلامي امارت به ډېر زر د چینایانو او روسانو له خوا پر رسمیت وپیژندل شي. دیپلوماسي د یوې ورځې کار نه دی،بلکې دا چاره وخت ته اړتیا لري. اسلامي امارت په دې برخه کې پر خپله نرمه پالیسي سره ډېر ښه روان دی او له روسیې یې دا غوښتنه پر ځای او د افغانستان پر ګټه ده.»
ځینې نور هم بیا دې غوښتنې ته خوشبین دي،چې د روسیې له خوا به رد نه شي،ځکه یاد هېواد د اوکراین په کړکیچ کې له ناټو او ختیځ سره په رقابتي جګړه کې ښکیل دی.
د سیاسي چارو شنونکی احمد خان اندړ وايي:«زما په فکر مسکو به د طالبانو دغه غوښتنې ومني،ځکه روسیه اوس له ناټو او امریکا سره په یو ډول رقابتي جګړه کې ده. اوکراین په اروپا کې یو له هغو ګرمو موضوعاتو ده،چې روسیه یې له لویدیځ سره اچولې، نو له همدې امله به روسیه د طالبانو دې غوښتنې ته لبیک ووایي.»
دا لومړی ځل دی، چې د افغانستان اسلامي امارت له یوه هېواد څخه دا ډول غوښتنه کوي،خو دلته یې رسنیو ته لا هم څه نه دي ویلي.
د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت په کراتو ویلي، په بهر کې له ټولو افغان سفیرانو سره په اړیکه کې دي او کاري راپورونه ترې غواړي،خو د تېر حکومت له خوا استول شویو ډېریو سفیرانو ویلي، دوی د افغانستان اوسني حکومت استازولي نه کوي.
په افغانستان کې د اسلامي امارت له واک ته رسېدو څه باندې شپږ میاشتې تیریږي، خو اوسنی حکومت لا هم د هېڅ یوه هېواد له خوا پر رسمیت نه دی پیژندل شوی.