Skip to content
د امریکا متحده ایالتو ولسمشر جو بایډن دغه هېواد کې د افغانستان د کنګل شوې شتمنۍ د ویشلو اجرايي فرمان صادر کړی،چې له مخې یې امریکا کې د افغانستان د مرکزي بانک ۷ میلیارده ډالره کنګل شوې شتمني په دوو برخو ویشل شوې ده.
د بایډن پرېکړې له مخې،د افغانستان له شااوخوا ۷ میلیاردو ډالرو کنګل شوې شتمنۍ نیمایي یې افغانستان ته او نیمایي نوره یې چې ۳،۵ میلیارده ډالر کېږي،د سپټمبر د یوولسمې د پېښې قربانیانو ته ورکول کېږي.
د دغو پېسو نیمه برخه د دې لپاره امریکا کې ساتل کېږي،چې د ۲۰۰۱ کال د سپتمبر د ۱۱مې د بریدونو د ځینو قربانیانو کورونیو ته یې د غرامت په ډول د ورکړې قضیه روانه ده.
افغانستان ټولټال شااوخوا ۹ اعشاریه ۵ میلیارده ډالر کنګل شوې شتمني په نړیوالو بانکونو کې لرله، چې له دې ډلې اووه میلیارده ډالر یې په امریکا کې وه.
دوه میلیارده ډالره نوره شتمني د متحده عرب اماراتو او برېټانیا په بانکونو کې ده،چې ښایي دوی په دې تړاو ورته پرېکړه وکړي.