Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

اقتصاد پوهان: د نړیوالو اقتصادي اصولو له مخې امریکا حق نه لري د افغانستان شتمني خپله کړي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/02/12

د امریکا ولسمشر جو بایډن دغه هېواد کې د افغانستان د کنګل شوې شتمنۍ د ویشلو اجرايي فرمان صادر کړی،چې له مخې یې امریکا کې د افغانستان د مرکزي بانک ۷ میلیارده ډالره کنګل شوې شتمني په دوو برخو ویشل شوې ده.

د دغو ویشل شویو پيسو یوه برخه د سپټمبر ۱۱مې پېښې د قربانیانو وارثینو ته په غرامت ورکول کیږي او بله برخه یې چې ۳،۵ میلیارده ډالر دي افغانانو ته د بشري مرستو لپاره نړیوالو خیریه بنسټونو ته استول کیږي.

د امریکا بهرنیو چارو وزیر  انټوني بلینکن وايي:« ولسمشر بایډن چې کوم فرمان صادر کړی او د افغانستان بانک، ۳.۵ میلیارده ډالر یې له افغانانو سره د بشري مرستې په موخه جلا  کړي دي. دا کار یې د افغانستان پر ګټه کړی  دی او له افغانانو سره د بشري مرستې په موخه شوی دی. امریکا د افغانانو ملاتړ کوي.» 

د ځینو لویدیځو بنسټونو ترڅنګ پر بشر حقونو د څار سازمان د بایډن د دغې پریکړې  مخالفت کړی او ویلي یې دي،چې امریکا د افغانانو شتمني خپلول غواړي.

پر بشر حقونو د څار اداره :« د امریکا ولسمشر جو بایډن د افغانستان د شتمنۍ په تړاو د وروستي فرمان په صادرولو سره د افغانانو د شتمنۍ د راخپلولو په لټه کې دی،ځکه دا پیسې د افغانستان د ولس شتمني ده. له دې کار سره به افغانستان له یوې سترې اقتصادي ستونزې سره مخ شي. اوس مهال باید ډېر تمرکز پر دې شوای وای،چې له افغانانو اقتصادي بندیزونه لرې کړای شوي وای.» 

د نړیوال اقتصادي بیړني ځواک قانون او د دښمن د سوداګرۍ قانون له مخې امریکا ځان ته دا صلاحیت ورکړی دی،چې له اسلامي امارت سره د سیاسي او نظامي مخالفت په ترڅ کې دغه پیسې کنګل کړي خو د ویشلو او ولکې حق یې نه لري.

د اقتصادي چارو شنونکی   نورالله عزیز  وايي:« په نړیوالو اصولو کې هېڅ هېواد یا هېڅ حقوقي شخصیت د دې صلاحیت نه لري،چې د بل شخصیت پانګه د هغه له شتون پرته او د محکمې د حکم نه درلودلو په صورت کې تر خپل واک لاندې راولي. لسیزې وړاندې چین د هانګ کانګ پیسې کنګل کړې وې،خو کله چې هانګ کانګ نیمه خودمختاره شو، دغه پیسې یې بېرته ترلاسه کړې.» 

همدا راز اقتصادي کارپوهان وايي،که امریکا د افغانستان شتمني د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر۱۱مې د قربانیانو په غرامت کې ورکوي، افغانان هم باید د امریکا د تیرې شل کلنې جګړې د قربانیو غرامت وغواړي.

  د اقتصادي چارو شنونکی  عبدالقادر جیلاني وايي:« دغه حکم د نړۍ د بانکدارۍ د اصولو خلاف کار دی او د افغانانو په حق کې ستره جفا ده، که چیرې د افغانانو درې نیم میلیارده ډالره شتمني د غرامت په ډول د سپټمبر د ۱۱مې په قربانیانو ویشل کیږي،نو په تیرو شلو کلونو کې افغانانو زرګونه قربانۍ ورکړي،چې د دوی قرباني به بیا څوک ورکوي.»

نظرونه دا دي،چې د سپټمبر ۱۱مې برید عاملینو کې ۱۹ غړي وو چې ۱۵ یې د سعودي عربستان، ۲ د متحده عرب اماراتو، یو د لبنان او بل د مصر اوسېدونکی و او یو افغان هم په دې برید کې لاس نه درلود.

 د ۹.۶ میلیارده ډالر هغه پانګه ده،چې له ۱۹۶۰ کال راهیسې د مرکزي بانک له لوري په بېلابېلو هېوادونو کې په مختلفو بڼو، پانګونه شوې ده.  دا پانګه په ۲۰۰۸ کال میلیاردونه ډالر شوه او د ۲۰۲۱ کال تر وروستیو ۹.۶ میلیاردو ډالرو ته ورسیده،چې د افغانستان نړیواله پشتیبانه یادېږي.  

 

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

سوداګرۍ او پانګونې خونه: د افغانستان او ایران سوداګري۳۰ سلنه زیاته شوې
اقتصاد

سوداګرۍ او پانګونې خونه: د افغانستان او ایران سوداګري۳۰ سلنه زیاته شوې

مارچ 10, 2026
مسوولین: له کندهاره بهر ته د زعفرانو د صادراتو کچې زیاتولو هڅې روانې دي
اقتصاد

مسوولین: له کندهاره بهر ته د زعفرانو د صادراتو کچې زیاتولو هڅې روانې دي

مارچ 8, 2026
کرنې وزارت: روان کال له ۱.۷ میلیون هکټاره ځمکو ۴.۵ میلیون ټنه غم راټول شوي
اقتصاد

کرنې وزارت: روان کال له ۱.۷ میلیون هکټاره ځمکو ۴.۵ میلیون ټنه غم راټول شوي

مارچ 3, 2026
افغانستان او ازبېکستان د ګډې سوداګرۍ کچه ۵ میلیارد ډالرو ته لوړوي
اقتصاد

افغانستان او ازبېکستان د ګډې سوداګرۍ کچه ۵ میلیارد ډالرو ته لوړوي

فبروري 26, 2026
بلخ کې د درېیو نفتي بلاکونو د سروې او څېړنې چارې پیل شوې
اقتصاد

بلخ کې د درېیو نفتي بلاکونو د سروې او څېړنې چارې پیل شوې

فبروري 25, 2026
ملي تدارکاتو کمیسیون ۲۲ بېلابېلې پراختیايي پروژې منظورې کړې
اقتصاد

ملي تدارکاتو کمیسیون ۲۲ بېلابېلې پراختیايي پروژې منظورې کړې

فبروري 23, 2026

وروستي خبرونه

افغان کډوال د امریکا کډوالو ادارې په بند کې مړ شوی

افغان کډوال د امریکا کډوالو ادارې په بند کې مړ شوی

مارچ 17, 2026
شنونکي: د پاکستان پوځ افغانستان کې جنګي جنایتونه ترسره کړي

شنونکي: د پاکستان پوځ افغانستان کې جنګي جنایتونه ترسره کړي

مارچ 17, 2026
د ټرمپ خبرداری: د ایران جګړه کې د امریکا ملاتړ نه کول به ناټو ته بدې پایلې ولري

د ټرمپ خبرداری: د ایران جګړه کې د امریکا ملاتړ نه کول به ناټو ته بدې پایلې ولري

مارچ 17, 2026
د پاکستان حکومت مخالفو ګوندونو افغانستان سره د سولې غوښتنه کړې

د پاکستان حکومت مخالفو ګوندونو افغانستان سره د سولې غوښتنه کړې

مارچ 17, 2026
پوځي رژیم بیا هم ختیځ او سوېل ختیځ کې ملکي وګړي او کورونه په نښه کړي

پوځي رژیم بیا هم ختیځ او سوېل ختیځ کې ملکي وګړي او کورونه په نښه کړي

مارچ 17, 2026
خټک: د افغانستان بې پیلوټه الوتکو پاکستان ته سرخوږی جوړ کړی

خټک: د افغانستان بې پیلوټه الوتکو پاکستان ته سرخوږی جوړ کړی

مارچ 17, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist