یوناما پر خپله ټویټرپاڼه کې لیکلي، د ملګرو ملتونو ځانکړې استازې دیبورلاینز په دې تړاو د اسلامي امارت له مشرانو سره هم لیدلي او د ښځو د حقونو د خوندیتوب په اړه یې ورسره اندیښنه شریکه کړې.
یوناما زیاته کړې:« دا دریېمه اوونۍ ده،چې افغان مدني فعالانې له خپلو کورونو او د کابل له واټونو لادرکه شوې دي. دیبورالاینز نن د رئیس الوزرال له مرستیال سره په ناسته کې هم دا اندیښنه څرګنده کړه. په دغه ناسته کې د ښځو د خوندیتوب په تړاو هم له اسلامي امارت غوښتنه وشوه،چې باید ډېره زیاته پاملرنه ورته وشي.»
ورته مهال د افغانستان لپاره د جرمني سفیر مارکوس پوتزل هم ویلي،له اعتراض کوونکو سره باید د دښمن په څېر چلن ونه شي او د معترضینو پر وړاندې تاوتریخوالی او زنداني کول بې انصافي ده.
پوتزل زیاتوي:« له اعتراض کوونکو سره باید د دښمن په څېر چلن و نه شي. د ښځینه لاریون کوونکو وژل او نا درکه کول،غیر قانوني کار دی او بې انصافي ده. نړۍ دغه وضعیت ګوري.»