له ترهګرۍ سره د مبارزې نړيوال مرکز په خپل تازه خپور شوي راپور کې له پخواني حکومت او امريکايي پوځیانو نه د وسلو او تجهيزاتو په خوندي ساتلو کې اسلامي امارت ناتوانه بللی دی.
یاد مرکز اندېښنه ښوولې ده،چې ګواکې دغه وسلې او تجهیزات به نورو وسله والو ډلو ته په لاس ورشي.
اخوا یو شمېر کار پوهان بیا وایي،اسلامي امارت پر ټول هېواد ولکه ټینګه کړې او کولای شي،چې د وسله والو ډلو سره مبارزه وکړي.
دوی وايي، د دې ترشاه د بدو ګاونډیانو لاس ده او هڅه کوي،نړیوال وهڅوي، ترڅوله اسلامي امارته وسلې ټولې کړي او په دې سره افغانستان کې د یو قوي پوځ جوړېدو مخه ونیسي.
د سیاسي چارو کارپوه احمد خان اندړ وايي:« افغانستان کې جګړه تېره شوې ده،ښایي وسله والو ډلو ته وسلې په لاس ورغلي وي او یا قاچاق شوې وي،خو دا د دې مانا نه لري،چې طالبان یې نه شي ساتلی. دوی د داعش په اړه جدي دي. دا زموږ د بدو ګاونډیانو لمسون دی،چې غواړي امریکا او نړیوال دې ته وهڅوي،چې دا وسلې له موږ ټولې کړي،ترڅو یو قوي پوځ ونه لرو.»
واک ته د اسلامي امارت له رسېدو او په افغانستان کې د امریکا پوځي حضور ختمېدو سره،اسلاميامارت ته زرګونه میله سپکې او درنې وسلې،زرغروال ټانکونه، زرګونه عرادې پوځي وسایط، تجهیزات او له مهماتو سربیره الوتکې هم پاتې شوي،چې ټولټال ارزښت یې شااوخوا اتیا میلیارده ډالر ښودل کېږي.
اوس لوېدیځ ته اندېښنه پیدا شوې،چې د دوی جوړې کړې وسلې به بېرته د دوی پر خلاف وکارول شي.
کارپوهان وایي، امریکا اسلامي امارت لپاره پلمې لټوي،خو که په ریښتیا هم د ډار مسله وي،نو پر پاکستان دې فشار راولي.
د سیاسي چارو کارپوه توریالی ځاځی وايي:« دا د طالبانو لپاره د امریکا پلمې دي،که امریکا غواړي،اندېښنې یې له منځه ولاړې شي، پر پاکستان دې فشار راولي،چې هلته ټولې ترهګرۍ وسلهوالې ډلې فعاله دي او پاکستان یې د خپلو سیاسي موخو او اقتصادي ګټو لپاره کاروي.»