Skip to content
په کندهار ولایت کې د پنبې یو شمېر بزګران وايي، د پنبې کښتونو رواجېدو له امله زياتو بزګرانو د کوکنارو له کښته لاس اخستی، خو په خبره یې که حاصلاتو ته بازار موندنه ونه شي، نو اړ کیږي، چې بېرته د کوکنارو کښتونو ته مخه کړي.
۳۹ کلن عنایت الله د کندهار په دامان ولسوالۍ کې پر ۱۳ جريبه ځمکه د پنبې کښت کړی دی.
عنایت الله وايي، د وچکالۍ او کرنيزو افتونو له امله یې د تېر کال پرتله په خپل کښت دوه برابره لګښت کړی، خو سږني حاصلات به یې لګښتونه پوره نه کړي.
هغه زیاتوي:«زموږ کښت حاصلات د تېرو کلونو پرتله څو برابره زیات دي، خو ډېر ارزانه دي، زموږ لګښتونه نه پوره کوي.»
کندهار کې د پنبې يو شمېر نور بزګران هم وایي، سږني حاصلات يې زيات، خو بازار کې يې بيه ټيټه ده.
دغو بزګرانو تر دې وړاندي په خپلو ځمکو کوکنار کرل او وایي، که یې حاصلاتو ته یې مناسب بازار پيدا نه شي، نو اړ کېږي، چې بېرته د نشه يې توکو کښتونو ته مخه کړي.
د پنبې یو تن بزګر علي احمد وايي:« تېرو کلونو کې مو له دې امله کوکنار کرل،چې نورو کښتونو زموږ لګښتونه نه پوره کول،خو که اوس هم زموږ کښتونه لګښتونه پوره نه کړي،اړ یو،چجېراتلونکي فصلونو کې یو ځل بیا کوکنارو کرلو ته مخه کړو.»
د کندهار کرنۍ او مالدارۍ رياست مسوولين وايي،په دغه ولایت کې پر شااوخوا ۷۰۰ هيکټاره ځمکه د پنبې کښتونه شوي،چې حاصلات يې هم د تېر کال په پرتله زيات دي.
مسوولين بازار کې د کورنۍ پنبې د بيې د ټيټوالي لامل د دغه کرنيز محصول زياتوالی په ګوته کوي.
د کندهار کرني رياست د بدېلو کښتونو د برخي مشر عبدالغفور وايي:« زموږ د بزګرانو یوه ستونزه دا ده، چې ټول کښتونه یې خپل سرې وي، له مسلکي ماهرینو مشورې نه تر لاسه کوي. سږ کال ډېره پنبه کرل شوې، ټولو بزګرانو همدا کښت کړی ووږ، خو که یې مشوره کړې وی، دوی ته به د هغو کښتونو مشوره ورکړل شوې وی، چې کښتونه یې کم او بازار یې ډېر وی.»
دا مهال د هېواد د سويلي ولایتونو ترڅنګ په ګڼو نورو ولایتونو کې هم د پنبې کښتونه ترسره کېږي، خو لاهم له بهرنيو هېوادونو په زياته اندازه پنبه،چې په روغتيايي برخه کې ورڅخه ګټه اخېستل کېږي،راوړل کېږي.