دلاور زیاته کړه:« بې د تصدي د نفت او ګاز د شمال نه زموږ عواید له څلور ملیاردو افغانۍ زیات شوي. دا هغه عواید دي،چې موږ پخواني کنترول کړي او دغه معادن چې اوس یې موږ دوی ته ورکوو،پر ګټه نه دي راغلي.»
د کانونو او پترولیم وزارت د غزني په ناهور ولسوالۍ کې د تراورتین کان او د کونړ په خاص کونړ ولسوالۍ برچنچن سیمه کې د نفرایټ ډبرې کانونه داوطلبۍ ته وړاندې کړل.
د غزني ناهور ولسوالۍ کې یې د تراورتین ډبره یو ټن په دوه زره او شل افغانۍ،د کونړ خاص کونړ ولسوالۍ برچنچن کې د نفرایټ ډبرې بي بلاک کې یو ټن نفرایټ ډبره په دوه سوه او پنځوس زره افغانۍ او د همدغې ولسوالۍ په ډي بلاک کې یو ټن نفرایټ په ۴ سوه زره افغانۍ ورکړه.
دلاور وايي:« هر ورور چې وګاټه،ورته مبارکي وایوو.دا نور هم باید،چې پرې خفه نه شي. له الله توفیق ورته غواړو،چې دی ښه کېندنه د دې کان وکړي او په ښه طریقه یې وکړي.»
ګټونګي شرکتونه وایي،د کانونو په راسپړنه کې له مسلکي کسانو کار اخلي او هر شرکت به په سلګونه کسانو ته د کار کولو زمینه برابره کړي.
د نفرایټ ډبرې د کان ګټونکی شرکت وايي:« زموږ اساسي هدف دا دی،چې دننه هېواد کې کاریګرو ته د کار زمینه برابره شي او خلکو مو له فقر او غربته راوګرځي او خپل هېواد خپله پر پښو ودروو.»
دغه تړونونه د پنځه کلونو لپاره دي،چې د داوطلبۍ له مراسمو درې وروځې وروسته هر ګټونکی شرکت کولای شي،د کان سپړنه په عملي توګه پیل کړي.