Skip to content
د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ ادارې یا یونیسف په مالي مرسته ا و د رفاه او بشردوستانه موسسې په همکارۍ د سه شبنې پر ورځ د «۱۴۰۰ کال سلواغې پر ۱۹ مه» د کابل لرو پرتو سیمو اوسېدونکو لپاره د روغتیايي چوپړتیاوو وړاندې کولو په موخه ۱۵ ګرځنده روغتیايي ټیمونه جوړ په فعالیت یې پیل وکړ.
د رفاه موسسې مشر ډاکټر احمد جاوید الکوزی وايي، په هر ټیم کې شپږ روغتیا پالان ګومارل شوي،چې پنځه یې ښځې دي،د مېندوارو ښځو او خوارځواکو ماشونو ته به پر وخت روغتیايي چوړتیاوې وړاندې کړي.
الکوزي زیاته کړه:« زموږ د چوپړتیاوو هدف دادی،چې غواړو،هغو ساحو ته لاړو شو،چې خلک په کې روغتیایي چوپړتیاوو ته لاس رسۍ نه لري. زموږ په چوپړتیاوو کې دوه طبقې خلک شامل دي،چې مېندوارې ښځې او له پنځه کلنۍ عمر ښکته ماشومان،چې پر خوارځواکۍ اخته وي.»
د روغتیايي چوپړتیاوو د وړاندې کولو د دغو ګرځنده ټیمونو غړي وايي،ګڼې سیمې شته دی، چې اوسېدونکي یې روغتیايي چوپړتیاوو ته لاسرسی نه لري او په وینا یې دوی به هڅه وکړي،چې ټولو ته ښې چوپړتیاوې وړاندې کړي.
د ګرځنده روغتیايي ټیم غړې لیمه کټوازۍ وايي:« په لرو پرتو سېمو کې زموږ داسې میندې شته دی،چې د روغتیايي امکاناتو نشتوالي له امله یې خپل صحت له لاسه ورکړی دی. داسې ماشومان هم لرو،چې اړینې مړۍ نه لرو له امله پر خوارځواکۍ اخته کېږي او شوي دي.»
د کابل عامې روغتیا مشر ډاکټر عبدالقدوس بریالي ډاډ وښود،چې د کابل په لرې پرتو سېمو کې به صحي چوپړتیاوو ته د خلکو لاسرسی زیات شي،خو ګرځنده ټیمونو ته یې خبرداری هم ورکړ،چې د غفلت په صورت کې به ورسره جدي چلن وشي.
بریالي زیاته کړه:« زما له چوپړ سره کار دی، که کوم روغتیاپال او یا هم روغتیاپاله په دغه ګرځنده روغتیايي چوپړتیاوو د وړاندې کولو په برخه کې یې غفلت وکړ او زه پرې خبر شوم،په هماغه ساعت یې له دندې لرې کوم.»
دا لومړی ځل دی،چې په هېواد کې د امېندوارو میندو او خوارځواکه ماشومانو لپاره د روغتیايي چوپړتیاوو رسولو لپاره ګرځنده روغتیايي ټیمونه فعالیت پيل کوي.
روغتیا پالان وايي، په دغو دوو برخو کې د مریضانو کچه لوړه ده او که پر وخت یې درملنه ونه شي،ګڼ شمېر ماشومان به د خوارځواکۍ او میندې د زېږون پرمهال خپل ژوند له لاسه ورکړي.