Skip to content
په هلمند ولایت کې د بست روغتون مسوولین وايي، په دغه ولایت کې له تېرو درېیو میاشتو راهېسې ۱۳۰۰ ټرافیکي پېښې رامنځته شوي،چې له امله یې ۲۶ کسان مړه او له ۱۰۰۰ ډېر ژوبل شوي دي.
د بست روغتون آمر ډاکټر فیض الله محمدي وايي:« دوی ته په تېرو درېیو میاشتو کې د ۱۳۰۰ ترافیکي پېښو له امله له ۱۰۰۰ ډېر ژوبل او شااوخوا ۲۶ تنه مړي ور وړل شوي دي.»
اخوا د هلمند ټرافیکو مدیریت مرستیال سردارمحمد ولي زاده بیا وایي، د ټرافیکي پېښو په تړاو يې د قتل یو شمېر دوسيې څارنوالۍ ته هم لېږلي دي،چې اوس مهال یې په اړه څېړنې روانې دي.
ولي زاده وايي، دا ډول پېښې ټولې د موټر چلونکو له خوا له ټرافیکي اصولو سرغړونه او د بې احتیاطۍ له امله رامنځ ته کېږي
دغه راز ولي زاده وايي، که خلک د ټرافیکو مسوولینو له لوري په جوړو شویو روزنیزو پروګرامونو کې ګډون وکړي او ټرافیکي اصول په مسلکي بڼه زده کړي،د ورته پېښو کچه به راټیټه شي.
هغه زیاته کړه:« دلته نږدې هره ورځ ټرافیکي پيښې کېږي،چې لوی لامل يې له ولسوالیو ښار ته د راتلونکو کسانو نه پاملرنه،بې احتیاطي او له ټرافیکي اصولو ناخبرتیا ده.»
له دې سره ولي زاده وايي، دوی اوس مهال پرله پسې ورکشاپونه جوړ کړي او موټر چلوونکو ته عملي او نظري زده کړي ورکوي.