Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

ریچرډ: اسلامي امارت اوس پر افغانستان حکومت کوي او لویدیځ باید دا حقیقت ومني

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/02/09

د بریټانیا د دفاعي کمیټې پخوانی مشر جنرال ډیویډ ریچرډ،د خپل پوځي ماموریت یوه برخه یې په افغانستان کې هم تېره کړې، له بي بي سي سره په مرکه کې یې ویلي، لویدیځ باید دا ومني،چې اسلامي امارت په ۲۰  کلنه جګړه کې ماتې ورکړې او اوس د افغانستان حاکمیت د  اسلامي امارت په لاس کې دی.

ریچرډ زیاته کړه:« حقیقت دا دی،چې هغوی موږ ته ماتې راکړې ده او موږ باید اوس دا حقیقت ومنو. هغوی اوس د افغانستان حکومت په لاس کې لري. هغوی د شااوخوا ۴۰ میلیونه وګړو مسوولیت پر غاړه لري.» 

ریچرډ وايي، لویدیځ به اسلامي امارت اخر هم پر رسمیت پیژني، خو په خبره یې غوره دا ده،چې هغوی دا کار ژر وکړي. 

هغه وايي، د جګړې د اصولو له مخې، د بریالیتوب تر څنګ باید خپله ماته هم په ورین تندي ومنل شي.

ریچرډ زیاتوي:« زه فکر کوم،چې لویدیځ به اخر هم د طالبانو حکومت پر رسمیت پیژني، که داسې وي، نو دا به ډېره غوره وي،چې دا کار ډېر ژر وشي. ژر له ځنډ څخه غوره دی. یو متل دی،چې که موږ په بري کې ورین تندی لرو،نو باید خپله ماته هم په ورین تندي ومنو.» 

اخوا د ملګرو ملتونو ځینې مشران هم له اسلامي امارت سره د نړۍ پر تعامل ټینګار کوي او وايي، ټول ولس ته په ډله ییزه توګه سزا ورکول انصاف نه دی.

ډیوډ ریچرډ د بریټانیا حکومت ته د مشورې او سلا په توګه دا هم ویلي،اسلامي امارت داسې عناصر لري،چې له امله یې بریټانیا له هغوی سره تعامل کولای شي.  

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

هرات کې پر موټرسایکلونو د مسافرو لېږد سره ټرافیکي پېښې هم زیاتې شوې
افغانستان

هرات کې پر موټرسایکلونو د مسافرو لېږد سره ټرافیکي پېښې هم زیاتې شوې

مارچ 24, 2026
پي‌ټي‌اېم پر افغانانو د پاکستان بريدونو مخنيوي لپاره د بریټانیا حکومت ته غوښتنې وړاندې کړې
افغانستان

پي‌ټي‌اېم پر افغانانو د پاکستان بريدونو مخنيوي لپاره د بریټانیا حکومت ته غوښتنې وړاندې کړې

مارچ 24, 2026
چارواکي: عدلي طب کې لاهم پر امېد روغتون د برید ناپېژندل شویو شهیدانو جسدونه شته دي
افغانستان

چارواکي: عدلي طب کې لاهم پر امېد روغتون د برید ناپېژندل شویو شهیدانو جسدونه شته دي

مارچ 24, 2026
د پاکستان پوځي رژیم د ولسي خلکو نښه کول له ترهګرۍ سره مبارزه بولي
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د ولسي خلکو نښه کول له ترهګرۍ سره مبارزه بولي

مارچ 24, 2026
د پوځي رژیم پر تېريو اعتراض؛ اعتراض لیک کې له نړیوالې ټولنې د پاکستان جنګي جنایتونو څېړنې غوښتنه شوې
افغانستان

د پوځي رژیم پر تېريو اعتراض؛ اعتراض لیک کې له نړیوالې ټولنې د پاکستان جنګي جنایتونو څېړنې غوښتنه شوې

مارچ 24, 2026
لاریون
افغانستان

جرمني کې د مېشتو افغانانو لاریون؛ د ملکي وګړو په نښه کول، هیچاته د منلو نه‌دي

مارچ 23, 2026

وروستي خبرونه

هرات کې پر موټرسایکلونو د مسافرو لېږد سره ټرافیکي پېښې هم زیاتې شوې

هرات کې پر موټرسایکلونو د مسافرو لېږد سره ټرافیکي پېښې هم زیاتې شوې

مارچ 24, 2026
د ناټو غړي هېوادونه لا هم امریکا سره د هرمز تنګي په اړه واحد دريځ نه لري

د ناټو غړي هېوادونه لا هم امریکا سره د هرمز تنګي په اړه واحد دريځ نه لري

مارچ 24, 2026
پي‌ټي‌اېم پر افغانانو د پاکستان بريدونو مخنيوي لپاره د بریټانیا حکومت ته غوښتنې وړاندې کړې

پي‌ټي‌اېم پر افغانانو د پاکستان بريدونو مخنيوي لپاره د بریټانیا حکومت ته غوښتنې وړاندې کړې

مارچ 24, 2026
چارواکي: عدلي طب کې لاهم پر امېد روغتون د برید ناپېژندل شویو شهیدانو جسدونه شته دي

چارواکي: عدلي طب کې لاهم پر امېد روغتون د برید ناپېژندل شویو شهیدانو جسدونه شته دي

مارچ 24, 2026
د امریکا ولسمشر ایران کې د انرژۍ پر تاسیساتو برید، پنځه ورځې وځنډاوه

د امریکا ولسمشر ایران کې د انرژۍ پر تاسیساتو برید، پنځه ورځې وځنډاوه

مارچ 24, 2026
د پاکستان پوځي رژیم د ولسي خلکو نښه کول له ترهګرۍ سره مبارزه بولي

د پاکستان پوځي رژیم د ولسي خلکو نښه کول له ترهګرۍ سره مبارزه بولي

مارچ 24, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist