دوی وايي، روان وضیعت د دې لامل شو،چي یو پر درې برخه افغانان د لوږي له ګواښ سره مخ شي.
د اقتصاد وزارت سرپرست حاجي مستقیم:« نا امنی، عوایدو کموالی، سیاسي بې ثباتي، فساد په دولتي ادارو کې او د نړیوالو د مرستو کموالی د فقر زیاتوالي لپاره زمینه برابره کړه،چي له۷۰ څخه تر ۹۰ سلنه خلک د فقر له ګواښ سره مخ دي دا وضیعت د دې لامل شوی دی، د افغانستان د جمعیت یو پر درې برخه د لوږ له ګواښ سره مخ شي او یو میلیونه ماشومان سوی تغذی سره مخ دي.»
د عامي روغتیا وزارت په یاده ناسته کي وویل د نړیوالو د مرستو له بندیدو سره په ټول هیواد کي ۳۴۰۰ کلینکونه تړل شوي او ددې ترڅنګ تر اتیا پوري د روږدو کسانو د درملنې مرکزونه هم تړل شوي دي.