Skip to content
د پکتیا مرکز ګردیز کې د یوه خصوصي بانک مخې ته سهار وختي په دې موخه راغلي،چې ګوندې پیسې به ترلاسه کړي خو وایي، تر ورځو ورځو یې هم نه شي تر لاسه کولی.
دوی چې ډېری یې دولتي ادار کارکوونکي دي وایي، کورونو کې د خوړو لپاره څه نه لري او اړوند ادارو ورته ویلي،پیسې یې حواله شوي خو بانکونه یې نه ورکوي .
پکتیا کې د یوې دولتي ادارې یو تن کارکوونکی وايي:« دا خو ډېره لویه ستونزه ده. دا خلک ګوره، چې دې سړه هوا کې ولاړ دي. اول زه د ځان په اړه درته ووایم،معاش مې حواله شوی،خو بانک یې نه راکوي »
پکتیا کې د یوې دولتې اداې یو بل کارکوونکی بیا وايي:« موږ یوه او بله ورځ غواړي ،خو چې راشو بیا پیسې نه وي ولې بیا مسیج لیږل کېږي،چې پیسې مو راغلي دي.»
دولتي کارکوونکي وايي، بانکونو ته اړوند ادارو پوره پیسې ورکړي، خو دوی ته لا هم د محدودیت له مخې کمې پیسې ورکول کېږي،چې هېڅ چاره یې پرې نه کېږي.
پکتیا کې د یوې دولتي ادارې یو تن کارکوونکی وايي:« موږ ته دې خپل معاشونه را کړي،خپلې پیسې دې را کړي،په شخصي بانکونو کې دا محدودیت په څه مانا، کله لس زره کله شل زره راکوي. ایا زموږ پیسې دوی ته همدومره جمع کېږي.»
د افغاستان بانک له پریکړې سره سره په پکتیا کې بانکونو لا هم هغه ماشینونه نه دي فعال کړي چې په اتومات ډول پیسې ترې ایستل کیدی شي مامورین وایي ، مسئولین د زړو پیسو د موجودیت تر څنګ ورته ډول ډول پلمې کوي .
پکتیا کې د یوې دولتي ادارې کارکونکی وايي:« د اې ټي ایم ماشین په اړه دوی وایي ، چې پیسې زړې ماشین کې مشکل پیدا کوي، خو په دې نه پوهیږو، چې دا زموږ پیسې ولې ځنډوي او بیا ولې کمې کمې راکوي.»
هڅه مو وکړه،چې د دغو نیوکو په اړه پکتیا کې د خصوصي بانکونو نظر هم ولرو،خو هغوی په دې اړه خبرو کولو ته حاضر نه شول.