Skip to content
د بې پولې خبریالانو سازمان له لوري په خپور شوي راپور کې راغلي،چې په افغانستان کې د اسلامي امارت له بیا واکمن کېدو وروسته تر دمه پورې د ۵۰ خبریالانو او د رسنیو کارکوونکو نیول کېدو پښې ثبت شوي دي.
راپور کې ویل شوي،چې وخت ناوخت خبریالان له تاوتریخوالي سره مخ شوي او په تیرو دوه میاشتو کې بیا د خبریالانو ګواښل، احضار او نیول زیات شوي دي.
راپور کې وړاندې راغلي، خبریالان باید په ازاده توګه له نیول کیدو او ربړونې پرته خپل کار ته دوام ورکړي.
دغه سازمان د اسلامي امارت د استخباراتي ادارې د مامورینو یادونه کړې ده،چې په لیکنه یې خبریالان په مستقیم دول ګواښي.
له بل لوري بیا د افغانستان خبریالانو ټولنې مرستیال صبغت الله مجددي وضعیت له دې هم ګواښوونکی بللی دی.
مجددي ویلي،هغه ارقام،چې دوی راټول کړي،ښيي چې ۴۰ سلنه رسنۍ بندي شوي،چې ۶۰ سلنه نارینه او ۸۰ سلنه ښځينه خبریالانو دندې له لاسه ورکړي دي.