Skip to content
د افغان ښځو او بشر حقونو لپاره د امریکا متحده ایالتو ځانګړې استازې رینا امیري پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي، که اسلامي امارت مشروعیت غواړي،نو بشري حقونه دې مراعت کړي.
امیري ویلي که اسلامي امارت غواړي،چې افغانان او نړیواله ټولنه یې په رسمیت وپېژني،نو د بیان ازادۍ، افغانانو او په ځانګړې توګه د افغان ښځو حقونو ته دې درناوی وکړي.
له دې وړاندې یوناما هم په یوه ټویټ کې له اسلامي امارت غوښتي وو، چې د نیول شویو ښځینه مدني فعالانو د نیول کېدو په تړاو دې مالومات ورکړي او ژر تر ژره دې هغوی خوشي کړي.