د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي ارنولټ پاولز له شمشاد سره د ځانګړې مرکې پر مهال وویل، اسلامي امارت ټولشموله نه دی،خو ټینګار کوي چې په دې برخه کې یې پرمختګونه هم لیدلي دي.
پاولز زیاته کړه:« زموږ په اند اوسنی حکومت ټولشموله نه دی،خو په دې برخه کې مو هڅې حس کړي دي. زما په نظر دا هڅې باید ډېرې شي او هغو خلکو ته ځای ورکړل شي،چې له طالبانو سره فکري اختلاف لري. بله موضوع بشري حقونو او د بیان ازادي دي او موږ پر دې ډېر تمرکز لرو.»
افغانستان کې د اسلامي امارت له واکمنیدو وروسته نه یوازې یوشمېر هېوادونو خپل کونسلي خدمتونه بیا پیل کړي، سربېره پر دې اروپایي ټولنې هم کابل کې رسما خپل دفتر پرانېستی او چارې یې پیل کړي دي.
دغه دفتر نه یوازې د خپلو بشري مرستو څارنه کوي،بلکې په سیاسي تعاملاتو هم بوخت دی.
ارنوت پالوز وایي په افغانستان کې د یو ټولمشوله حکومت پر ځای د داسې یو حکومت پلوی دی،چې د خلکو سمه استازولي وکولی شي.
پاولز زیاته کړه:« اروپایي ټولنې د افغانانو د ژوند د ښه کولو لپاره یو پکیج هم اعلان کړی دی،چې البته د تېر کال له بودیجې دی او د سږ کال لپاره به موږ په پلان باندې کار کوو. په دغه پکیج کې د ښوونیزې برخې، روغتیا برخې، اقتصاد او بې ځایه شویو خلکو لپاره مرستې موجودي دي.»
دغه اروپایي دیپلومات پر افغانستان د اقتصادي بندیزونو په اړه اندیښنه وښوده او وايي، وضع شویو بندیزونو نه یوازې د افغانستان اقتصاد زیانمن کړی،بلکې دلته یې د دوی فعالیتونه هم ټکني کړي دي.
پاولز زیاتوي:« دې بندیزونو هم د افغانستان اقتصاد اغیزمن کړی او هم یې زموږ فعالیتونه اغیزمن کړي دي. موږ له بهر پیسې نشو انتقالولی او په افغانستان دننه هم بانکونو ته پیسې نشو لېږدولی، چې دا ستونزې باید حل شي.»