اسلامي امارت بیا د ملګرو ملتونو دغه ادعاوې بې بنسټه بللي او رد کړې یې دي.
کورنیو چارو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، له عمومي بښنې وروسته د دوی له خوا څوک نه دي وژل شوي.
د یاد وزارت د خبرپاڼې یوه برخه:« کورنیو چارو وزارت دا ډول راپورونه ردوي.اسلامي امارت له عمومي عفوې وروسته هيڅوک نه دی وژلی،ځينې پيښې چې موږ یې لرو، د تیرې ادارې نظامیان د شخصي دښمنيو پر اساس هدف ګرځول شوي،چې هغه پيښې هم ترجدي تحقیق او پلټنې او لاندې دي.»